1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

راپور: افغان حکومت د ړنگېدو خطر تهديدوي

۱۳۹۱ مهر ۱۷, دوشنبه

د بحران نړيوالي ډلي په يوه تازه راپور کي ويلي دي، چي له افغانستان څخه د بهرنيو ځواکونو تر وتلو وروسته او په ځانگړې توگه که په ولسمشريزه ټاکنو کي درغلۍ وسوې د افغان حکومت د ړنگېدو خطر سته.

https://p.dw.com/p/16M7W
انځور: AP

دغه ډلي د دوشنبې په ورځ(۲۰۱۲ کال د اکتوبر۸) يو نوی راپور«افغانستان د ۲۰۱۴ کال انتقال ته ډيراوږد او سخت واټن» تر عنوان لاندي خپور کړی دئ.

په دغه ډله کي د افغانستان د مسايلو کارپو کانداس رونديوکس ويلي دي:«دا خطر سته چي د ناټو ځواکونو تر وتلو وروسته ډير ژر افغان حکومت ړنگ سي...»

په دغه راپور کي راغلي دي، چي په افغانستان کي اوس هم د داسي ټاکنو وړاند وينه کيږي، لکه په ۲۰۰۹ او ۲۰۱۰ کلونو کي چي له درغليو ډکي پارلماني او ولسمشريزي ټاکني ترسره سوې.

په دغه راپور کي ويل سوي دي، چي په ټاکنو کي د بې نظميو تکرار به هغه ارزوگاني له خاورو سره خاوري کړي، چي اوس د دغه هيواد د يوڅه ثبات په اړه سته.

په پلان کي ده چي د ۲۰۱۴ کال تر پايه پوري له افغانستان څخه ټول بهرني ځواکونه ووزي او په دغه کال کي د ولسمشرۍ ټاکني تر سره سي.

ناټو ځواکونه اوس په دې تلاښ کي دي، چي له دغه هيواد څخه تر وتلو دمخه افغان امنيتي ځواک وروزي، چي د خپل هيواد امنيتي ستونزو ته په يوازي سره اوږه ورکړي. ناټو او افغان چارواکي وايي، چي افغان امنيتي ځواک د دې وړتیا لري، چي امنيتي ستونزو ته يوازي جواب ووايي.

د بحران نړيواله ډله يو تحقيقاتي ټولنه ده.
د بحران نړيواله ډله يو تحقيقاتي ټولنه ده.انځور: International Crisis Group

خو رونديوکس په دې باور نه دئ:«افغان امنيتي ځواک لاس و پښه دي هغوی په کافي اندازه تياری نه لري.» هغه زياته کړه:«له درغليو ډکي ټاکني کولای سي، چي افغان امنيتي ځواک سره وپاشي.»

د بحران په نړيواله ډله کي د افغانستان د دغه کارپوه په خبره، د حامد کرزي حکومت او د دغه هيواد پارلمان د شفافو ټاکنو د تر سره کېدو له پاره هيڅ جدي اقدام نه دئ کړی.

هغه زياته کړه:«داسي ښکاري چي حامد کرزی د دې پر ځای چي د خپل هيواد د دايمي سياسي اعتبار او ثبات په فکر سي، پر قدرت باندي د دايمي پاته کېدو تلاښ کوي.»

دا په داسي حال کي ده، چي ولسمشر حامد کرزي څو ورځي دمخه پر دې باندي ټينگار وکړ چي د ولسمشرۍ ټاکني به هرومرو په ۲۰۱۴ عيسوي کال کي پر خپل وخت ترسره کيږي.

هغه دغه راز وويل، چي د خپل کار تر ټاکي مودې وروسته به يوه ورځ هم پر قدرت پاته نه سي.

د دغه کارپوه په خبره،«کرزی او نور سياسي گوندونه کيدای سي، چي موقتي ايتلاف جوړ کړي، خو داسي ښاکاري چي له دغه هيواد څخه د بهرنيو ځواکونو تر وتلو وروسته زورزياتی را منځته سي.»

د دغه راپور پر اساس امکان لري، چي افغان ولسمشر حامد کرزی پر واک باندي د پاته کېدو له پاره اضطراري حالت اعلام کړي، چي دغه ډول کار بيا د حکومت د ړنگولو او کورنۍ جگړې د پيلېدو عامل گرځي.

خو ولسمشر حامد کرزي دغه ډول ادعاوي ردکړي دي او ويلي ئې دي چي افغانستان به تر ۲۰۱۴ کال وروسته هم خپل ثبات وساتي. هغه تيره اوونۍ په يوه خبري غونډه کي بهرنۍ رسني په دې تورني کړې، چي د افغانستان په اړه منفي تبليغات کوي.

فرانس پرس/دويچه ويله/ نجيب الله زيارمل
کتونکی: سيد رياض