1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

راپور: افغان محلي پوليس په جدي سرغړونو تورن دي

۱۳۹۰ شهریور ۲۲, سه‌شنبه

د بشري حقونو د څار ټولنۍ ( هيومن رايټس واچ ) له خوا د دوشنبې په ورځ په يوه خپاره سوي رپوټ کي په افغانستان کي ځايي افغان پوليس چي د امريکا د متحده ايالاتو په مرسته جوړ سوي، د بشري حقونو څخه په سرغړونو تورن کړي.

https://p.dw.com/p/12XjE
انځور: AP

دغه پلټنو د افغانستان څخه د لويديځوالو د و تلو ستراتيژي چي په پايله کي به يي د ۲۰۱۴م کال تر پايه د ټول امنيت مسؤليت افغان ځواکونو ته وسپارل سي په اړه نوي پوښتني را ولاړي کړي.

 

د بشر د حقونو د څار ټولنه وايي، چي داسي شواهد يې موندلي، چي محلي پوليس په وژنو، جنسي تيريو او په نورو جرمونو ککړ دي. پردې سربيره يي د بغلان، هرات او ارزګان په ولايتونو کي خپلسرانه توقيف ځايونه جوړ کړي.

 

د بشر د حقونو دڅار ټولني خپل دغه راپور د هغه اوو سيمو څخه، چي دغه پوليس په دندو بوخت دي د خپل ځان سره د خلکو مرکي رانغاړي.

 

ځايي پوليس د کورنيو چارو وزارت په چوکاټ کي کار کوي او د امريکا د متحده ايالاتو له خوا ورسره مرسته کيږي. د دغو ځايي پوليسو د جوړولو څخه مقصد په ليرو پرتو سيمو کي د طالبانو په مقابل کي د خلکو څخه دفاع وه.

 

تر اوسه پوري ۷۰۰۰ تنه محلي پوليس د کورنيو چارو د وزارت له خوا په دندو ګمارل سوي دي. د کورنيو چارو وزارت ويلي، چي دغه کسانو ته روزنه ورکول کيږي، جلا يونيفورم لري، او معاش ورته ورکول کيږي.

 

د بشري حقونو د څار ددغي ټولني د آسيا لپار مشر، براد آدامس، ويلي: « د نړيوالو ځواکونو د شمير د راټيټولو فشار نه بايد د افغانانو د حقونو په بيه تمام سي.»

 

هغه زياته کړې:« کمزورې دولتداري، اختلاس او درغلي، د بشري حقونو څخه سرغړونه او د حکومت پلوه ځواکونو مصؤنيت، دا ټول د ياغي توب لاملونه دي. او په افغانستان کي رښتني ثبات ته د رسيدو لپاره بايد دغه ټول مسايل په پام کي ونيول سي.»

 

په افغانستان کي د امريکا د متحده ايالاتو پخواني پوځي قوماندان، جنرال ديويد پيترياس، د مارچ په مياشت کي د محلي پوليسو جوړول په افغانستان کي د امنيت د ټينګښت لپاره يوه لويه لاسته راوړنه بللې وه.

 

په افغانستان کي د ناټو ځواکونو وياند، جيمي کومينګز، ويلي چي د افغان دولت سره به په ګډه د دغه رپورټ پلټنه وکړي.

 

اژانسونه/ سيدرياض

کتونکي: نجيب الله زيارمل