1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

راپور: د مالي د ماموريت په اړه آلمان ته خطر متوجه دئ

۱۳۹۱ بهمن ۱۰, سه‌شنبه
https://p.dw.com/p/17TPa

د یوې ورځپاڼي په حواله آلماني امنیتي مقاماتو په مالي کښي د آلماني پوځ تر ماموریت وروسته د یوه ترهګري خطر خبر داری ورکړی دی. د بیلد ورځپاڼي د استخباراتي ادارې د یوه پټ لیک په حواله ویلي دي چي د دغه ماموریت له کبله کیدلای سي ځيني افراطي کسان یا ګروپونه په داخل او یا خارج کښي پر آلماني تأسیساتو باندي بریدونه تر سره کړي. آلماني پوځ په خپلو دوو ترانسپورټي – ترانس ال طیارو سره د لوېديځي افریقا هيوادو د اتحاد –ایکواس له عسکرو سره لوژیستیکي مرستي کوي او دغه راز په غیر مستقیم ډول په مالي کښي له فرانسوي عسکرو سره هم. بیلد د دغو محرمانه اسنادو په حواله همدارنګه وايي چي د جرمني د اسلامي تندلارو ګروپو له منځ څخه تقریباً۵۰ کسان د ټولي نړۍ روزنیزو کمپو ته تللي دي، له هغې جملې څخه مالي، لیبیا او یا سومالیا ته. هلته دوی د القاعدې تروريستي شبکې د کسانو لخوا د جنګ مختلف تخنیکونه زده کړي دي.