1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

راپور: لوېديځ په افغانستان کي له ثبات راوستلو مخکي وزي

۱۳۹۱ فروردین ۷, دوشنبه

د نړیوال کړکېچ ډلي ICG په خپل دغه راپور کي ویلي دي چې ملگري ملتونه باید د دغو خبرو اترو مشري وکړي او د کرزي هغه گام چې طالبان د خبرو اترو میز ته کښېنوي«نا امیده او خطرناکه» گام بللی دئ.

https://p.dw.com/p/14SKb
انځور: dapd

دغي بروکسل میشتي ډلي خبرداری ورکړی دئ چي که چیري په خبرو اترو کې طالبانو ته ډير چانس ورکړل شي نو دا کار به د شمالي ټلوالي، حزب اسلامي او نورو ډلو له خوا له سخت مخالفت سره مخامخ شي.

دغه رپورټ کاږي چي که چیري نړیوال ځواکونه«افغانستان بې ثباته پريږدي» او له غه هيواد څخه ووزي، نو داسي نخښي نښانې شته چې په افغانستان به ډیر ژر کورنۍ جگړه پیل شي.

د کړکیچ د نړیوالي ټولني د رپورټ په حواله «اوس د نړایوالي ټولني لومړیتوب په افغانستان کي جوړجاړي ته د رسیدو یا نه رسیدو پرته له دغه هيواد څخه راوتل دي.»

د نړیوال کړکیچ د ډلي په رپوټ کي خبرداری ورکړل شوی دئ چي«دا فرق نه کوي چې امریکا او د هغې ناټو متحدین څه ډول یو افغانستان شاته پریږدي» هغه څه چې روښانه ده« هغه داده چي دا به له احتمال څخه لیري وي چې د واشنګتن په منځګړیتوب د قدرت د شریکوالي یوه موافقه دي هغسي پایښت ولري چې د تیري یوې لسیزي لاس ته راوړنې دي وساتي.»

د نوموړي رپورټ په حواله په دغه پروسه کې باید ملگري ملتونه منځگړتوب وکړي تر څو ټولي ښکېلي غاړي په خبرو کي شاملي کړي.

په افغانستان کې د ملگرو ملتونو ویاند ډان میک نورټن، پر دې خبره ټینگار کوي چې په افغانستان کې د سولي خبري اتري باید د افغانانو په مشري وي.

کابل په واري وار دا خبره کړې ده چې له طالبانو سره په خبرو بوخت دي، خو طالبان بیا دغه خبره ردوي.

په افغانستان کې د متحده ایالاتو د سفارت ویاند سندوال وایي چې د کړکېچ د نړیوالي ټولني دغه څېړنه پر ناسمه معلوماتو ولاړه ده. د هغه په وینا افغانستان او د سیمي نور هیوادونه په دې موافق دي چې په افغانستان کې د ثبات راوستلو تر ټولو سمه لاره له یوې سیاسي لاري جوړ جاړي ته رسیدل ده.

له بل لوري افغان دولت هم نوموړی رپورټ رد کړی دئ. د ولسمشر کرزي ویاند سیامک هیروي د فرانسې خبري آژانس ته ویلي دي چې نړیواله ټولنه به بيا هغه غلطي تکرار نه کړي چي افغانستان یوازي پريږدي.

آژانسونه/ سید ریاض
کتونکی: نجيب الله زیارمل