1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

راپور: ۱۲هيوادونه د انترنيت دښمنان دي

۱۳۹۰ اسفند ۲۲, دوشنبه

د انترنيت د سانسور د جهاني ورځي په مناسبت نن دوشنبه (د مارچ ۱۲) د بې سرحده ژورناليستانو ټولني د څلورم وار له پاره په دې اړه رپوټ ورکړی دئ چي کوم هيوادونه انترنيت ډير کنترولوي، او څنگه ئې سانسوروي.

https://p.dw.com/p/14JQm
انځور: picture-alliance/dpa

د بې سرحده ژورناليستانو سازمانRoG د نړۍ ۱۲هيوادونه د «انترنيت ددښمنانو» په ليست کښي شامل کړي دي.

د «انترنيت ددښمنانو» په اوسني ليست کښي بحرين، برما، چين، کيوبا، ايران، شمالي کوريا، سعودي عربستان، سوريه، ترکمنستان، ازبکستان، ويټنام او سپينه روسيه شامل دي.

د سازمان په حواله نوې خبره داده چي د پروسږکال برعکس په بحرين او سپينه روسيه کښي حالت نور هم ډير خراب سوی دئ.

دغه رپوټ هيوادونه داسي سره طبقه بندي کړي دي، چي په کوم هيواد کښي ډير او په کوم کي لږ سانسوريږي. که له يوې خوا په چين ايران او ويټنام کښي د انترنيټ۱۲۰ تنه فعالان بنديان دي، له بلي خوا بيا بحرين او سعودي عربستان د انترنيټ د سانسور ساحه پراخه کړې ده.

په ۲۰۱۱ کال کښي د نورو تر څنگ په بحرين، مکسيکو، هندوستان او سوريه کښي د انترنيټ ډيرفعالان وژل سوي هم دي.

خو په نړۍ کښي د انترنيټ ډير سانسور په چين کي دئ. د بې سرحده ژورناليستانو له ټولني څخه ماتياز شپيل کمپ دويچه ويله ته وويل چي په چين کي د سانسور له پاره له ډيري پرمختللي تکنالوژۍ څخه کار اخيستل کيږي.

«چينايان کولای سي ددې مخنيوی وکړي، چي مثلاً ځيني صفحې اصلاً راښکاره نسي، دوی کولای سي چي په انترنيټ کښي ځيني مسايل ونه ليدل سي. دوی کولای سي انترنيټ کرار، بند او يا يوازي محلي شيان پکښي ښکاره کړي.»

دا چي په ټول هيواد کي دي انترنيت بند سي، لکه په ۲۰۱۱ کال کښي په مصر کي بند سو، دې کار ته نور ضرورت نسته. کله چي په چين کي احتجاجونه رامنځته سي، بيا نو کيدلای سي ،انترنيټ محلي شکل غوره او يا هم هيڅوک پکښي ويډيو او عکسونه ونسي کتلای. دا د کنترول او سانسور ډير لوړ حالت دئ.

نور ډير هيوادونه دغه ډول يوه تکنالوژي او امکانات نلري. مثلاً ډير افريقايي هيوادونه لکه زيمبابوې غواړي چي انترنيټ سانسور کړي، خو لکه څنگه چي ماتياز شپيل کمپ وايي، ددې کار امکانات نه لري.

په افريقا کښي تر انترنيټ لا مسيج يا SMS ډير مهم دئ او ډير خلگ انترنيت ته لاسرسی نه لري. ځکه نو زيمبابوې او يا نور افريقايي هيوادونه د بې سرحده ژورناليستانو د سازمان په ليست کښي نه دي شامل سوي.

ددغه سازمان په نوي رپوټ کښي د يوه دوهم ليست خبره هم سوې ده، چي په هغه کښي نور داسي هيوادونه شامل دي، چي شک ورباندي کيږي چي انترنيټ پکښي سانسوريږي.

په دغه ليست کښي اسټرېليا، مصر، فرانسه، هندوستان، روسيه، ترکيه، پاکستان، تاجکستان، متحده عربي امارات او نور شامل دي.

خو ځيني هيوادونه لکه وينزويلا يا ليبيا بيا د«انترنيټ ددښمنانو» له ليست څخه ايستل سوي دي. په ليبيا کښي اوس داسي يو حکومت نسته چي انترنيټ دي سانسور او یاکنترول کړي.

کلاوس/ محمد قاسم نوري
کتونکی: نجيب الله زيارمل