1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

رباني: د سولي د علي شورا د ناکامۍ هڅي کيږي

۱۳۹۰ فروردین ۵, جمعه

د سولي د عالي شورا مشرتابه ځيني کړۍ په دې تورنوي چي غواړي د دغي شورا په ترکيب کي د ديني عالمانو هڅي بدنامه کړي.

https://p.dw.com/p/RCWD
د سولي د عالي شورا مشر برهان الدين رباني
د سولي د عالي شورا مشر برهان الدين ربانيانځور: AP

برهان الدين رباني په کابل کي يوې قومي غونډي ته په وينا کي وويل چي د حکومت په دننه کي هم د سولي د عالي شورا په وړاندي واحد دريځ شتون نه لري، او له همدي امله د سولي شورا هڅي پڅي پر مخ رواني دي.

برهان الدين رباني يو شمير مفسد عناصر چي دی يې نوم نه اخلي، د سولي په بهير کي د خنډونو په جوړولو تورنوي.

د جميعت ګوند د مشر په وينا يادي کړۍ په ملک کي د سولي په لار کي د خوځښت مخه نيسي.

له طالبانو سره د پخلايني د پروسي اصلي مخالفين هغه کسان بلل کيږي چي له يوه لوري يې د سولي په راتګ کي ګټي له لاسه وزي او له بلي خوا له طالبانو سره د مخامخ جګړو اوږده سابقه لري.

د سولي د خوځښت مشر ښاغلي رباني د طالبانو او نورو حکومت ضد ډلو پخلاينه د ټولي نړۍ په ګټه بولي او پر خنډ جوړونکو ږغ کوي چي له دغه کار څخه دي لاس واخلي.

« ډير مفسد عناصر او ډير منافق کسان په دغه کار کي لاس لري، چي هغوی له هيڅ شي سره مينه نه لري، هغوی فکر کوي چي د سولي لپاره پيل سوي هڅي يوه معامله ده، خو داسي نه ده».

د سولي د شورا مشر په ملک کي د سولي راوستل يوازي د دغي شورا کار نه، بلکي د ټولو افغانانو او په خاصه توګه د هغو مشرانو دنده بولي چي د حکومت په دستګاه کي پر لوړو چوکيو ناست دي.

رباني په بيا بيا له هغو خنډونو سر وټکاوه چي د دوی د پرمختګ په وړاندي رامنځ ته کيږي. خو هغه يو ځل هم د دغو خنډونو نوم وانخيست.

ډيری افغانان او د بشر د ملاتړ ټولني له هغو جنايت کارانو سره د جوړ جاړي مخالف دي کومي چي ويل کيږي په ډليزو وژنو او ځانمرګو بريدونو تورن دي.

د سولي دعالي شورا غړی مولانا پنجشيری بيا وايي چي، سوله د ټولو هغو کسانو سره لازمه ده چي د هيواد او نظام پر ضد يې وسله پورته کړې که هغه ملا عمر او يا هم د دغي ډلي بل کس وي.

« کله چي سوله له ملا عمر سره نده، کله چي سوله له ملا ذاکري سره نه کيږي، کله چي سوله له وژل سوي ملا دادالله سره نه ده، کله چي سوله له جنايت کارو طالبانو سره نده نو دا نور خلک خو د حکومت ضد ندي، له همدغو طالبانو سره بايد سوله وکړو».

همدا راز برهان الدين رباني هم د افغان دولت په دننه کي د سولي د پروسې په وړاندي د يوه واحد دريځ د غوره کيدو پلوي کوي.

رباني د سولي راوستل يوازي د ولسمشر او شورا دنده نه بولي.

« دا بايد روښانه کړو، خپل ليد لوري سره يو کړی ، د سولي راوستل يوازي د ولسمشر مسووليت ندی، دا د سولي د عالي شورا په نامه د يوې ډلي کار هم ندی، دا خو د ټولو ګډه هڅه ده».

که څه هم د سولي د عالي شورا د جوړيدو شاوخوا شپږ مياشتي تيريږي خو د دغي ډلي برياوي د پوښتنو سره مخ دي.

ډيری خلک په دې اند دي چي، د سولي د عالي شورا هڅي ډيري تتي دي او تر اوسه پوري هيڅ راز داسي ګام ندی اخيستل سوی چي خلک د خپل هيواد راتلونکي ته خوشبينه سي.

دا په داسي حال کي ده چي د افغانستان د چارو يو شميرغربي متخصصين بيا طالبانو ته په سيمه ييزو او مرکزي ادارو کي د ونډي ورکول د سولي يوازنۍ لار بولي.

د افغانستان لپاره دملګرو ملتونو پخوانی استازي لخضر ابراهيمي هم د پنجشنبې په ورځ په نيويارک ټايمز ورځپاڼه کي په يوه مقاله کي ويلي وو چي طالبانو ته بايد په سيمه ييزو او مرکزي حکومت کي واک ورکړل سي.

ابراهيمي د دولت ضد اورپکو لپاره د يوې داسي هستې د جوړيدو غوښتنه هم وړاندي کړې تر څو حکومت وکړاي سي د يوه څرګند آدرس په توګه د طالبانو له مشرانو سره پکښي خبري وکړي.

ميرويس جلالزی/ کابل

کتونکی: نجيب الله زيارمل

د په دې اړه نور مطالب له برخې تیريدل