1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

رباني: د طالبانو ځیني ډلي له مونږ سره خبرو ته لیواله دي

۱۳۸۹ مهر ۲۲, پنجشنبه

برهان الدین رباني نن په کابل کې یوې خبري غونډي ته وویل چې له دولت ضد وسله والو سره د سولې په لاره کې لومړني ګامونه اخیستل شوي او هیله لري چې دغه لړۍ به ښه پر مخ ولاړه شي.

https://p.dw.com/p/PeDO
د افغانستان د سولی د عالی شورا رييس برهان الدین ربانی
د افغانستان د سولی د عالی شورا رييس برهان الدین ربانیانځور: DW

د سولې د عالې شورا مشر وایې د طالب نارضیانو ځینو ډلګیو ورته داسي وړاندیزونه کړي چې ګواکي له دوي سره دي خبرو ته حاضر شي.

برهان الدین رباني نن په کابل کې یوې خبري غونډي ته وویل چې له دولت ضد وسله والو سره د سولې په لاره کې لومړني ګامونه اخیستل شوي او هیله لري چې دغه لړۍ به ښه پر مخ ولاړه شي.

هغه تمه چې خلک ورته د شک په سترګه ګوري.

رباني وایې د ملک دننه او یا د نړۍ په هره برخه کې چې د افغانستان د سولې لپاره یوګام هم اخیستل کیدای سي چمتو دی چې هلته ورسي.

که څه هم طالبانو له ربانې او د دغې شورا له غړو سره د سولې خبري په کلکه رد کړي خو ښاغلي ربانې بیا وایې چې چی دی د پخوا په 1990 لسیزه کی د حکومت مشر ؤ، د طالبانوله یو شمیر چارواکو سره په ازبکستان او ترکمنستان کې د سولې پر سر خبري کړي وې او په دې برخه کې تجربه لري.

نوموړی دا غوره بولي چې د سولې د خبرو لومړنۍ ناستې د ملک دننه جوړي شي. هغه په په کابل خبری غونډي ته وویل: « ما له ځينو طالب مشرانوسره د ملک دباندې په خپلو سفرونو کې هم لیدنې کتني درلودي، اوس حالات ډیر برابر دي، کیدای شي چې طالبان دننه دلته راشي، ما ته دا خبر رسیدلي چې ځينو طالبانو دا وړاندیزکړی اوغوښتنه لري چې کیدای شي مونږ له یو بل سره وګورو، هغوي وړاندیز کړی چې که د سولې عالي شورا زمونږ تر ولکې لاندي سیمو ته راځي موږ یې د خوندي توب ضمانت کوو او که مونږ ته بلنه راکول کیږي مونږ د حکومت تر ولکې لاندي سیموته درځو، او یا هم په یوه دریم ځای کې خبري تر سره شي».

برهان الدین رباني همدا راز وویل چې د طالبانو له رهبري شورا سره د لیدو کتو کار ډير ساده نه دی، خو تمه یې څرګنده کړه چې ډیر ژر د طالبانو له مشرتابه کړۍ سره هم وګوري.

ربانې له طالبانو او د حکمتیار له چریکانو سره د سولې د خبرو لپاره د سیمېزو هیوادونو په خاصه توګه د پاکستان همکاري ډیره اړینه وبلله .

د سولې له بهیر سره د یو ځای کیدونکو دولت ضد عناصرو خوندي توب بله هغه مهمه مسله ده چې جدي پام لرني ته اړتیا لري.

د سولې د عالې شورا د دارالانشاه ریس معصوم ستانکزی بیا هغو طالبانو ته چې د سولې له بهیر سره یو ځای کیږي د امنیتي تضمین ډاډ ورکړ.

څه موده وړاندي د طالبانو یو مهم قوماندان ملا عبدالغني برادر هغه مهال چې غوښتل یې د کابل له حکومت سره د سولې خبرو ته ځان چمتو کړي د پاکستان د دولت له لوري ونیول شو.

داسي نورې پیښې هم په ملک کې دننه شوي چې سوله پسنده طالبان یا په خپله د خپلو مشرانو او یا نورو ورانکارو کړیو له لوري وژل شوي دي.

خو ښاغلی ستانکزی د سولې له بهیر سره یو ځای کیدونکو اورپکو ته داسي وایې:

«هغه خبره منتفي شوي ده، د هغوي استازي کولای شي چې سفر وکړي، ولاړ شي راشي خبري وکړي، د هغو لپاره زمینه برابره شي چې په خوندي توګه د هیواد په داخل کی په هر ځای کې چې وغواړي خبري وکړي مونږ به استازي ور واستوو په همدې توګه د سولې د پروسې لپاره یوعام چوکاټ جوړ شوی تر څو ټولي هغه ستونزي چې په احتمالي توګه د دغې پروسې په مخ کې خنډ جوړولای شي پکې په پام کې نیول شوي دي».

که څه هم طالبانو د سولې د عالي شورا په نامه له جوړې شوي ډلګۍ سره د هر راز مذاکرو خبري رد کړي خو رباني وایې چې د طالبانو په لومړنیو څرګندونو باندي باید نا هیلي نه شو.

هغه وایې چې په لومړي سر کې د دولت ضد وسله والو ناهیلي کونکي خبري به د سولې د عالي شورا کارونو ته خنډ نه ګڼل شي او مهمې پریکړې به هرو مرو وروسته کیږي.

جلالزی

کتونکی: عبدالباری حکيم