رباني: پاکستان ټول افغان بنديان د کابل حکومت ته سپاري
۱۳۸۹ دی ۲۰, دوشنبهد دغي شورا مشر برهان الدين رباني او د شورا اجرايوي مشر محمد معصوم ستانکزي د دوشنبې په ورځ په کابل کي خبريالانو ته وويل چي له پاکستاني لوري سره يي خبري ډيري ګټوري وې او هيله يې وښوده چي اسلام آباد به له طآلبانو سره د افغان دولت د سولي له بهير سره پوره همکاري وکړي.
د سولي د عالي شورا يوه جرګه ګۍ چي له څورلسو کسانو جوړه وه د يوه څلور ورځني سفر لپاره تيره اونۍ اسلام آباد ته رسيدلي وه.
برهان الدين رباني په ټول کي اسلام آباد ته د شورا د يو شميرغړو سفر مهم وباله او زياته يي کړه چي له اسلام آباد څخه يې دا ځل په افغانستان کي د سولي د راتګ لپاره مهمي ژمني تر لاسه کړي دي.
رباني وايي دوی په خپل دغه څلور ورځني سفر کي د پاکستان له ولسمشر آصف علي زرداري، لومړي وزير يوسف رضا ګيلاني، د کابيني له يو شمير غړو، د پوځ له لوي درستيز جنرال پرويز اشفاق کياني او د پاکستان د نورو گوندونو او سازمانونو له مشرانو سره کتلي دي.
د سولي د عالي شورا د مشر په وينا، ددوی سره د پاکستاني لوري په خبرو کي پوره اخلاص موجود وو او په ورته وخت کي له هغوی څخه غوښتنه وسوه چي په پاکستان کي بندي ټول افغان وګړي د کابل حکومت ته وسپاري.
رباني وايي چي کابل او اسلام آباد دواړو پر دې ټينګار کاوه چي د يو بل له همکاريو پرته په سيمه کي تل پاته امنيت او ټيکاو نسي راتلای اوله همدې امله بايد دواړه ملکونه په ګډه سره د دغي لانجې لپاره مناسبه حل لاره ولټوي.
په دغه کتنه کي پر دي هم هوکړه سوې چي د سولي د مشورتي جرګي د غونډو په دوام يوه کميټه جوړه کړای سي تر څو د سولي د رواني پروسې د چټکولو بهير له نږدي وڅاري.
د رباني په وينا، له پاکستان څخه يې په دغه ليدنه کي غوښتي چي ټول افغان بنديان هم ژر تر ژره دوی ته وسپاري او اسلام آباد دغه غوښتنه منلې ده.
د سولي د عالي شورا د مشر په خبره چي، پاکستاني لوري ته يي د سيمي د اقتصادي ودي لپاره يو شمير وړانديزونه وړاندي کړي.
اسلام آباد په دغه برخه کي د افغانستان له لاري هند ته د ترکمنستان د ګازو د نل ليکي د پروسي تر څنګ د افغانستان او پاکستان تر منځ د نړيوال ترانزيت له هوکړي خپل پوره ملاتړ څرګند کړ.
ميرويس جلالزی/ کابل
کتونکی: نجيب الله زيارمل