1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

رسنۍ: د عامر خان فلم د انټرنټي ډاکوګانو قرباني سو

۱۳۹۵ دی ۵, یکشنبه

«انډيا ټوډې» نومي ورځپاڼي راپور خپور کړی چي عامر خان د انټرنټي ډاکوګانو قرباني سوی. د يادي پاڼي د راپور له مخي د نوموړي نوی فلم «دنګل» پر انټرنټ کتلو ته وړاندي کړل سوی دی.

https://p.dw.com/p/2Uqrw
Aamir Khan
انځور: DW/Prabhakar Mani Tewari

عامر خان د هندي فلمي نړۍ يو د مشهورو ايکټرانو او فلم جوړونکو څخه يو دی. د نوموړي تر ټولو نوی فلم د «دنګل» په نوم د ۲۰۱۶ کال د دسمبر په ۲۳مه نېټه په هند کي بازار ته راووت يا په اصطلاح ريليز سو. دغه فلم يوه ورځ مخکي په انګلستان او د هغه څخه يوه ورځ مخکي د امريکا په متحده ايالاتو کي بازار ته را ايستل سوی ؤ.

د بيلو رسنيو د راپورونو له مخي پر دغه فلم تقريبا ۷۰۰ مليونه هندۍ روپۍ چي تقريبا ۱۰ مليونه ډالره کيږي، مصرف راغلی دی. اټکل سوی ؤ چي دغه فلم به ۷ مليونه ډالره ګټه وکړي.

خو «انډيا ټوډې» په نوم هندۍ رسنۍ خبر ورکړی چي د «دنګل» فلم د انټرنټي ډاکوګانو لاسونو ته لوېدلی او دغه فلم يې پر انټرنټ خپور کړی دی. د يادي پاڼي د راپور له مخي دغه فلم په لومړي ځل په دوبۍ کي د يو کس له خوا انټرنټ ته پورته کړل سو چي وروسته په يو شمېر نورو پاڼو کي هم خپور سو.

په داسي حال کي چي فلمونه خپله اصلي ګټه په سېنماؤ کي د ښکاره کېدلو پر وخت په لاس راوړي، نو پر انټرنټ په غير قانوني توګه د يو فلم خپرېدل، دغه تجارت ته سخت زيان رسوي. په زياته بيا هغه وخت چي د «دنګل» فلم په شان د خپرېدو په لومړيو ورځو کي پر انټرنټ په غير قانوني توګه خپور سي.

دغه فلم د مهاوير سنګ پوګت په نوم هندي پهلوان او د هغه پر دوو پهلوانو لوڼو جوړ سوی دی.

پر ورته موضوع یو انځوريز البوم زموږ له آرشيف څخه (13.11.2016):