1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

رسنۍ: سوریه اوس هم له کیمیاوي وسلو نه ده پاکه

شمس الرحمان ناصر (دویچه ویله)۱۳۹۳ اردیبهشت ۷, یکشنبه

ټاکل شوې وه چې تر نن ورځې به له سوريي څخه ټولۍ کیمیاوي وسلې وایستل شي. خو اوس هم په دغه هیواد کې کیمیاوي وسلې پاتې دي. دا روښانه نه ده چې آیا سوريې خپلې ټولې کیمیاوي وسلي افشا کړي دي او که نه؟

https://p.dw.com/p/1Bp9a
انځور: picture alliance/ROPI

په لویدیځ کې دا گمان مخ پر ډیریدو دی چې آیا سوريې د زهرجن گاز خپلې ټولې زیرمې تسلیم کړي دي او که نه؟ د معلوماتو پر بنسټ یو شمیر دیپلوماتان په دې آند دي چې اوس هم دغه هیواد کیمیاوي وسلې لري.

د رویټرز خبري آژانس د استخباراتي کړیو په حواله لیکلي دي چې سوریه اوس هم داسې وسلې لري، خو په دې هکله نور توضیحات نه دي ورکړل شوي، په داسې حال کې چې سوریه بیا دغه تورونه ردوي. په ملگرو ملتونو کې د سوريې سفیر بشار جعفر، ویلي دي چې که چیرې داسې شواهد موجود وای نو د کیمیاوي وسلو د منع نړیوال سازمان هم باید دا خبره کړی وای.

د کیمیاوي وسلو د منع نړیوال سازمان له سوريي څخه د کیمیاوي وسلو د ایستلو پروسه څاري. ټاکل شوې وه چې نن (د اپریل د میاشتې ۲۷مه) به ټول هغه زهرجن گازونه چې د سوريې د حکومت له خوا د کیمیاوي وسلو د منع سازمان ته سپارل شوې دي، له دغه هیواد څخه وایستل شي او په بهر کې به نابود کړای شي. دا چې په ټاکل شوي وخت کې دا کار عملي شوی دی او که نه تراوسه څرگنده نه ده.

که څه هم د لست کړای شویو وسلو ۹۰ سلنه بهر ته د لیږد کار بشپړ شوی دی، خو د کیمیاوي وسلو د منع سازمان ونه غوښتل د دغو تورونو په هکله او یا هم په دې برخه کې د پرمختگ په هکله دویچه ویله ته څه ووايي. د کیمیاوي وسلو کارپوه رالف تراپ، دا ماموریت یو بریالیتوب بولي. نوموړی وايي: «یو کال مخکې چا باور نه کاوه چې سوریه به د کیمیاوي وسلو د منع سازمان غړیتوب ترلاسه کړي او دغه هیواد به له کیمیاوي وسلو څخه پاک کړای شي.»

تراپ په دې آند دی چې ټول هغه کیمیاوي مواد چې «په اغیزمنه توگه د کیمیاوي وسلو د جوړولو په برخه کې ترې استفاده کیدای شي» له دغه هیواد څخه د باندی ایستل شوي دي.

د ټولو خطرناکو مواد کنترول ناممکن دی. خو د اوږدې مودې راهیسې په سوریه کې دغه ټول زهرجن مواد د کیمیاوي وسلو د څار تړون په لست کې نه دي شامل. په دې وروستیو کې په دغه هیواد کې د کلور په نامه د زهرجن گاز د استعمال په هکله رپوټونه ورکول شوې دي. دا ډیره زهري ماده ده او له نن څخه سل کاله مخکې ترې د لومړۍ نړیوالې جگړې پر مهال د وسلې په توگه استفاده شوې وه. خو دغه ماده اوس هم تر کنترول لاندی نه ده.

د کیمیاوي وسلو کارپوه تراپ وايي: «د کلور گاز کیدای شي یو ډیره اغیزمنه وسله وي. د کلور گاز تر هوا سپک دی، نو کیدای شي چې د زیرخانو په لاندی فضاء کې خپره او هم هلته پاتی شي.»

خو دغه کیمیاوي ماده په پراخه پیمانه تولیدیږي او تجارت يي ډیر دی. له کلور څخه د صنعت په برخه کې او په شخصي کورونو کې هم استفاده کیږي. د بیلکې په توگه د تصفیه کولو او تعقیم، او همدارنگه په نورو برخو کې هم له دغه گاز څخه استفاده کیږي.