1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

رسنۍ: قطر د المان څخه جنگي ټانکونه رانيول غواړي

۱۳۹۱ مرداد ۸, یکشنبه
https://p.dw.com/p/15g6O

د دېر شپيگل، په نوم یوې المانۍ مجلې راپور خپور کړی دئ چي د سعودي عربستان وروسته اوس د قطر هيواد هم دا هيله څرگنده کړې ده چي له المان څخه ليوپارد ۲ ډوله جنگي ټانکونه راونيسي. د راپور له مخي قطر غواړي چي د ۲۰۰ په شاوخوا کي الماني ساخته دغه ټانکونه راونيسي چي بیه ئې شاوخوا دوه زره مليونه يورو ته رسیږي.

زياته سوې چي د المان له خوا د جنگي سامان د صادرولو د پارلماني کمېټې له خوا چي مشري ئې لومړۍ وزيره انگېلا مېرکل کوي، تر اوسه د قطر پر دغه هيله غور نه دئ سوی. د مجلې په وينا د المان د لومړۍ وزيرې دفتر او په همدې ډول د اقتصاد وزارت ويلي دي چي د ټانکونو د خرڅلاو دغه معامله ناممکنه نه بولي. د دې څخه تر مخه سعودي عربستان د المان څخه د ۲۷۰ ليوپارډ ۲ ډوله ټانکونو د رانيولو خواهش کړی وو.