1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

رسنۍ: منځنۍ اسیا او افغانستان دې ګډ کار وکړي

۱۳۹۰ شهریور ۱۲, شنبه

په دوشنبه کی د تاجکستان، روسیی، افغانستان او پاکستان د مشرانو غونډه د افغانستان د مطبوعاتو د ننی تبصرو مهمه موضوع ده. په دغی غونډی کی هغوی د خپلمنځي همکاریو پراهمیت یو ځل بیا ټینګار وکړ

https://p.dw.com/p/12ST1
د افغانستان مطبوعات
د افغانستان مطبوعاتانځور: DW

د کابل  چاپ  ورځپاڼو د اختر له څلور ورځنېو رخصتیو وروسته نن یو ځل بیا په خپرونو پیل وکړ او ډیری هغو یې د افغانستان د بیلا بیلو موضوع ګانو په اړه تبصرې او شننې خپرې کړي دي.

د خدمتګار په نامه غیرحکومتې ورځپاڼې پر افغانستان او د سیمې پر ملکونو باندي د روسیې د اغیز په اړه یوه لیکنه خپره کړي ده .

دغه مطلب د افغانستان، روسیې،پاکستان او تاجکستان د مشرانو د دریمې ناستې  د ګډې  اعلامیې تر نشر وروسته خپور سوی دی.

ورځپاڼه لیکي نړیوال ځواکونه باید په سیمه کې روسیه د یوه مقتدر هیواد په توګه له پامه و نه غورځوي، ځکه له امریکې را وروسته روسیه په سیمه او نړۍ کې لا هم د اغیزناک هیواد په توګه پیژندل کیږي او له امریکې را وروسته په افغانستان کې باید ورته د یوه الترنتیف په توګه وکتل سي.

خدمتګار وړاندي لیکې که له یوه لوري امریکا په افغانستان کې د زبرځواک هیواد په توګه د جګړې مشري پر غاړه لري،  له بل لوري باید له دغه ملک سره په خوا کې پراته مقتدر هیوادونه لکه چین، ایران او روسیه هم له پامه و نه باسو.
د خدمتګار لیکوال کاږي چې د افغانستان جګړه یوازي د امریکې جګړه نه بلکې د سیمې جګړه ده او د سیمې ټولو هیواونو ته په کار ده چې په ګډه سره ورته یوه مناسبه حل  لاره ومومي.

د انیس په نامه له کابل څخه خپریدونکې  حکومت پلوه ورځپاڼي بیا تاجکستان ته د افغان ولسمشر سفر ډير مهم بللی.
د انیس لیکوال واېې، د منځنۍ ا سیا هیوادونه نه یوازي دا چې له سیاسي پلوه بلکې له نظامې او اقتصادي اړخونو له افغانستان سره د همکارۍ اوږده سابقه لري او کولای سي چې د افغانستان د روانې جګړې لپاره د حل لاري په موندلو کې مهم رول ولوبوي.

انیس  لیکي، ترکمنستان هغه هیواد دی چې د طالبانو د واکمنۍ  پرمهال یې  د هغوي او د رباني په مشرۍ د جمیعت ګوند ترمنځ د خبرو کوربه توب کړی وو او اوس هم کولای سې چې د افغان دولت او طالبانو تر منځ د سولې او سیاسي ډیالوګ لپاره مناسب چاپریال رامنځ ته کړي.

انیس د روسیې له جمهور ریس  دیمیتري میدویدوف سره د  افغان ولسمشر حامد کرزي ناستې ته په اشاره لیکي چې کابل هڅه کوي د روسیې ملاتړ له ځان سره ولري.

ځکه د روسي سیاستونه اوس هم پر افغان بهیر اغیز لري او له بلې خوا کابل هڅه کوي خپلو وسله والو ځواکونو ته روسي تجهیزات تر لاسه کړي.

د سروش ملت په نامه یوې بلي ورځپاڼي بیا د انتقال پروسې په اړه یو تحلیلي مطلب خپور کړی.
ورځپاڼه لیکي، د افغان امنیتي ځواکونو قابلیتونه د هري ورځي په تیریدو لوړیږي او د ملک امنیتي چلنجونو ته د ځواکونو  وروستي پر وخت غبرګونونه د دغې ادعا روښانه ثبوت دی.

سروش ملت ورځپاڼه د بهرنیو ادارو هغه ادعاګاني بي اساسه بولي چې ګواکي افغان ځواکونه د امنیت د اخیستلو جوګه نه دي.

دکابل چاپ حرکت ورځپاڼې بیا د روسیې او تاجکستان تر  منځ د هغه احتمالي تړون په اړه مطلب خپور کړی چې له مخې به یې روسي ځواکونه تر پنځوستو کلونوپوري په تاجکستان کې پوځي حضور ولري.
ورځپاڼه د افغانستان حالات له دغسې اغیزو لري نه بولي او هغه په سیمه کې د زبرځواکو قدرتونو د ښکر په ښکر  کیدو پلمه بولي.

کابل/ جلالزی
کتونکی: عبدالباری حکیم