1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

رنګين داد فر سپنتا: بايدپه خلګو کي اعتماد بيرته ترلاسه سي

۱۳۸۸ تیر ۱, دوشنبه

پداسي حال کښي چه پاکستان د طالبانو پر ضد د جنګ دوهمه جبهه خلاصه کړېده ،افغانستان بيا کوښښ کوي چه د سرحدي سيمو د خلګو قناعت حاصل کي ...

https://p.dw.com/p/IWPZ
دافغانستان خارجه وزير رنګين داد فر سپنتااو د جرمني خارجه وزير فرانک والټر سټاين ماير
دافغانستان خارجه وزير رنګين داد فر سپنتااو د جرمني خارجه وزير فرانک والټر سټاين مايرانځور: AP

کله چي پوځيان دافغانستان دجګړي په هکله غږيږي، ډير زرخبره دملکي وګړو دزړه اوعقل پر ګټلوباندي راځي . خو دافغانستان دبهرنيو چارو وزير رنګين داد فر سپنتا چي بيخي يو ملکي سړی دی، هم په همدې نظردی . اووايي هغه څوک چي په افغانستان کي د تروريزم سره مبارزه کوي دهيواد دخلکو ملاتړ ته اړه لري . خود دادفرسپنتاپه عقيده به چي دالمان دراډيو اوتلويزيون داول پروګرام دجنوبي آسيا ستوډيو ته يي په کابل کښي څرګنده کړيده، ددې جدي خطرموجود دی چي داملاتړ لدېنه چي په تيره بيا دامريکايانو دهوايي بريدونو له امله ډير ملکيان وژل کيږي،له لاسه ولاړشي . په همدې خاطردغه افغان سياستوال په افغانستان کي دناتو اودامريکايي قواوو له نوي قوماندان جنرال مک کريستل څخه هيله لري او وايي چي،

«مونږ بايده دي ډير ژر دملکي وګړو دقرباني کيدو مخه ونيسو. »

داوږدي مودي لپاره سپنتا دافغاني امنيتي ځواکونو په روزلوکي دګړندي توب دراوستلو هيله لري . دی وايي چي دده د هيواد امنيتي ځواکونه بايده دي بهتره وروزل ، اوپه ښو وسايلو سنبال سي . ځکه چي لدې لاري هغه ورځ رارسيږي چي بهرني عسکر د افغانستان څخه ووتلای شي .په عين وخت کي نوموړي دافغانستان په وړاندي دامريکا دمتحده ايالتونود سياست په لهجه کي دبدلون دراتلو ښه هرکلی کړيدی .

Afghanistan Soldaten in Provinz Farah
دفراه په بالابلوک کي د هوايی بمباريو په نتيجه کښي د خارجی قواوو او افغانانو تر منځ بې اعتمادی ډيره سوې دهانځور: AP

ده وويل،«دافغانستان اوپاکستان په وړاندي داوبامادسياست زړی دپوځي عملياتو ډيرول نه ،بلکه دبيا رغوني ګړندي کول، اوپرمختيايي سياست دی ، چي زماپه نظر دا ډيره مهمه ده . »

رنګين داد فر سپنتا 23کاله دجرمني دآخن په ښارکي تحصيل ،اوپه پوهنتون کښي داستاد په حيث کارکړيدی . په الماني باندي روان غږيږي ، په افغانستان کي دجرمنيانو محبوبيت ته هم ګوته نيسي . او وايي چي که څه هم جرمني نور په نړيوال ساتونکي پوځ، اويا په کابل کي دملګرو ملتونو په موسسه کي کوم مهم کسان نلري چي تګ لاري وټاکي خو،«موږ په ټولو سطحوکي دالمان دزيادتره نفوذ هيله لري .

سپنتا په ملکي اوعسکري ساحه کي دزيادتره الماني کارپوهانو دورتګ هيله لري .

خودافغانستان دبهرنيو چارو وزير دګاونډي هيواد پاکستان په برخه کي چنداني مثبت حکم نکوي، اووايي چي دغه هيواد دافغانستان د امنيتي وضعي په خرابوالي کي مسؤل دی . دزرداري حکومت له ترور سره په مبارزه کي جدي دی خوپوځ اوامنيتي ځواکونه يې په دې خاطر چي دوی له پاڅونکونکو سره ښه اړيکي لري، دافغانستان دبي ثباتۍ باعث کيږي . مګر ددې لپاره سندونوته اړه ده . سپنتا وايي:

«دترور مشران بايده دي ونيول شي، اومونږ ته په لاس راکړل شي . يوازي پدې ډول افغانستان ته دترور دزاوهلو مخه نيول کيدای شي ».

سپنتا دبيرته پاتيوالي ته تمايل لرونکو ځواکونوموجوديت هم دبې ثباتۍ علت بولي اوپردې باندي انتقاد کوي چي کرزي اوس جګړه سالاران دټاکنو دمبارزي په کارکي شامل کړيدي . د ی وايي:

«زه لدينه ډير متاسف يم، خوپدې کي هم کوم شک نلرم چي کرزی يو معتدل سياستوال دی، چي دبشري اودښځو دحقو قوقو په لاره کي ډير کار کوي .»

رنګين داد فر سپنتا پدې اړه چي دی به په راتلونکي حکومت کي هم دبهرنيو چارو وزير وي څه ونه ويل . خودايي وويل چي کرزی غواړي چي دی وي . مګردافغانستان په سياست کي دی پاته کيږي ځکه چي دی ديوه ګونددجوړولوطرحه لري چي سوسيال ديموکراسۍ ته متمايل وي .

متای/ رحيله اميري

کتونکي : محمد قاسم نوري