1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

رواني روغتیا، د ځوانانو د ورځي شعار

حسين سيرت۱۳۹۳ مرداد ۲۱, سه‌شنبه

د افغانستان د اطلاعاتو او فرهنگ وزارت سږ کال د ځوانانو نړیواله ورځ د «ځوانان او رواني روغتیا» تر عنوان لاندي ولمانځله. دا په داسې حال کې ده چې ځوانان ادعا کوي چې دولتي چارواکي عملي گامونه نه اخلي.

https://p.dw.com/p/1Ct59
انځور: DW/H. Sirat

د افغانستان د اطلاعاتو او فرهنگ وزیر سید مخدوم رهین، په دې اند دی چې په افغانستان کې اوږدو جگړو ډېر شمیر ځوانان له رواني ستونزو سره لاس او گریوان کړي دي.

رهین وایي چې ځوانان کولای شي خپلي ډیري ستونزي د هنر له لاري حل کړي. هغه په کابل کې د سه شنبې په ورځ د ځوانانو د ورځي د لمانځلو پر مهال په کابل کې وویل: «ښه ده چې زموږ ځوانان هنر ته مخه کړي. موسیقي، نقاشي، د مجسمو جوړول او خطاطي د ځوانانو پر ذهنونو باندي ډیر ښه اغېزه اچوي ځکه هنر د سړي روح میني ته هڅوي.»

که څه هم په وروستیو کلونو کې د طالبانو د واکمنۍ په پرتله په افغانستان کې د ځوانانو وضعیت ښه شوی دی خو هغوی بیا هم له ډیرو ستونزو سره لاس او گریوان دي.

په زرونو افغان ځوانانو د بېکارۍ له کبله کډوالۍ ته مخه کړې ده چې ډیر يې د یونان او استرالیا په اوبو کې د غیر قانوني مهاجرتونو پر مهال وژل شوي دي. همدا اوس هم شاوخوا درې میلیونه افغانان په ایران او پاکستان کې کډوال دي چې په ډله کې یې ډیر ځوانان هم شامل دي.

یوه بله ستونزه چې افغان ځوانان گواښوي د یاغیانو له خوا د هغوی گومارنه ده. افغان چارواکو ویلي دي چې طالبان او نوري یاغي ډلي په ډیري سادگۍ سره ځوانانو د دیني زده کړو په پلمه مدرسو ته بیایي او بیا تر پوځي روزنو وروسته یې د سرتیرو په توگه کاروي.

د ځوانانو غوښتنه

ډیری افغان ځوانان وایي چې د هغوی لویه ستونزه د کار نه شتون او د زده کړو د امکاناتو محدودیت د هغوی اصلي ستونزي دي چې له کبله یې هغوی له رواني ستونزو سره مخامخ شوي دي.

جاوید یو تن افغان ځوان دی چې درې کاله دمخه یې ښوونځی پای ته رسولی دی خو لا تر اوسه پوري هم بېکاره دی. هغه وايي چې اقتصادي توان نه لري او له یوې نامعلومي راتلونکې سره مخامخ دی.

هغه وایي: «څه نا څه درې کاله کیږي چې بېکاره یم. که واسطه و نه لري نو سړی کار نه شي پیدا کولای. هیڅ امکانات نه شته، یوازي بېکاران ډیریږي. ډیر شمیر ځوانان ایران او یا هم پاکستان ته ځي چې یا خو بندي کیږي او یا هم په اوبو کې غرقیږي.»

د افغانستان په اطلاعاتو او فرهنگ وزارت کې د ځوانانو له پاره یو معینیت شته چې د ځوانانو له پاره کار کوي. د دغي ادارې چارواکي وايي چې د افغان ځوانانو ستونزي تر دې ډیري دي چې هغوی یې په یوازیتوب حل کړای شي.