1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

روان کال تر۶۰۰ زره ډیر افغانان هیواد ته ستانه شوي

۱۳۹۷ مهر ۱۰, سه‌شنبه

د مهاجرت نړیوال سازمان د معلوماتو له مخې په روان میلادي کال کې ۶۰۴ زره افغانان له ګاونډیو هیوادونو څخه خپل هیواد ته ستانه شوي دي.

https://p.dw.com/p/35sVQ
Iran afghanische Flüchtlinge
انځور: DW/S. Shokran

د مهاجرت نړیوال سازمان د سه شنبې په ورځ (۲۰۱۸م کال د اکتوبر دوهمه) په خپل خپاره کړي رپوټ کې ویلي دي چې دغه افغانان له ایران او پاکستان څخه خپل ټاټوبي ته ګرځیدلي دي. زیاته شوې ده چې زیاتره مهاجر چې کابو ۵۸۰ زره کسان کیږي له ایران څخه بيرته افغانستان ته تللي دي.

ويل شوي دي چې په دغه شمیر کې یوازې هغه افغانان شامل دي چې د ملګرو ملتونو د مهاجرو عالي کمیشنرۍ (یو ان اچ سي آر) سره رسما د مهاجرو په توګه نه دي ثبت. یا په بله معنی چې د اوسیدو کومه اقامه یې نه درلوده. د مهاجرت نړيوال سازمان د دغه بيرته ستنېدو دليل په ایران کې اقتصادي کړکیچ انګیري. د ایران پولي واحد ریال د روان میلادي کال له پیل راهیسې د ډالرو پر وړاندې په بې سارې کچه خپل ارزښت له لاسه ورکړی دی.

افغانان په ایران کې زیاتره په تورو کارونو بوخت وي، خو اوس د دغه شان کارونو تقاضا ډیره لږ ده.

د آی او ام، د وینا له مخې دوهم علت یې د افغانستان په لویدیځ کې سخته وچکالي ده چې د مهاجرت یوه کړۍ یې رامنځ ته کړه ده. وچکالي افغانان لومړی له خپلو کلیو او بانډې لویو ښارونو ته کوچوي او هلته په ورځني مزد باندې اغیز پرې باسي.

له دې کبله ډیر افغانان ایران ته مخه کوي او هلته خپل بخت ازمویي، خو په ایران کې د اقتصادي کړکیچ او د کار د نشتوالي له کبله بیرته خپل هیواد ته راګرځي.

خو افغانستان په خپله د بې کارۍ، د کمزوري اقتصادي ودې او د خراب امنیتي وضعیت له کبله د هیواد دننه د بې ځایو شوو کسانو د سترې څپې له کبله کړیږي.

زموږ له آرشیف څخه: