1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

روحاني د ډیالوگ په اړه خپلې غوښتنې باندې ټینگار کوي

۱۳۹۸ تیر ۲۴, دوشنبه

د ایران د ولسمشر په حواله د اټومي پروگرام د شخړې په اړه ایران آماده دی چې د امریکا متحده ایالاتو سره خپلو خبرو ته ادامه ورکړي. خو روحاني بیا ځینې داسې شرایط هم وړاندي کړي چې ښایي د متحده ایالاتو د رضایت سبب ونه گرځي.

https://p.dw.com/p/3M5eD
Hassan Rohani Iran
انځور: Isna

د ایران ولسمشر حسن روحانی ویلی چی »موږ تل پر خبرو اترو باور درلود.« نوموړي همدا راز زیاته کړې چې که د امریکا متحده ایالاتو حکومت خپل بندیزونه »جزایی تدابیر« ودروي، له اقتصادی فشار څخه لاس واخلي او بیرته »نړیوال اټومی تړون« ته راوگرځي، نو موږ دې ته آماده یو چی همدا نن، په هر ځای کی چی وي له امریکا سره خبرې اترې وکړو.

روحاني دغه ډول اظهارات په یوه ځانگړي وخت کې کوي. د یکشنبې په ورځ د ایران خارجه وزیر، محمدجواد ظریف، نیویارک ته ورسیدی، چیرې چې د رسمي معلوماتو له مخې هغه غواړي د چهارشنبې په ورځ د ملگرو ملتو په اقتصادي او ټولنیزې شورا کې وینا وکړي. په ایران کی بیا داسې آوازې دي چی ظریف غواړي په نیویارک کې په سپتمبر میاشت کې د امریکایانو سره خبرو اترو ته زمینه برابره کړي. په ایران کې دغه ډول آوازې د روحاني تر اظهاراتو وروسته پیاوړي سوي دي. 

U.S. Präsident Donald Trump
ترمپ: ایران له اور سره لوبی کويانځور: Getty Images/AFP/M. Ngan

د امریکا ولسمشر دونالد ترمپ، تیره اونۍ ایران ته د لا نورو جزایي تدابیرو گواښ وکړ. ترمپ د تهران پر مشرتابه تور لگوي چی له ډیره وخته راهیسې، په پټه یورانیم غني کوي. په دې ډول دغه هیواد د اتومي تړون څخه سرغړونه کوي. د امریکا ولسمشر دونالد ترمپ یو کال مخکې په ۲۰۱۵م کال کې له ایران سره له شوي اتومي تړون څخه د خپل هیواد د وتلو اعلان وکړ او یو وار بیا یی پر دغه هیواد اقتصادي بندیزونه وضع کړل. په دې ډول ترمپ غواړي، ایران د یوه تړون رامنځته کیدو ته، د سختو تدابیرو په وضع کولو سره مجبور کړي. د ایران له لوري په لوړه اندازه غني سوي یورانیم، کیدای سي د اټومي وسلو په جوړولو کی وکارول سي.

د اروپا  غوښتنه

د تهران او واشنگټن ترمنځ مخ په زیاتیدونکي کړکیچ ته په کتو سره، آلمان، فرانسې او بریتانیې د خراب وضیعت د پای ته رسیدو غوښتنه کړې. د دغو دریو هیوادونو حکومتي او دولتي مشرانو، د څلور کاله مخکې اتومي تړون لاسلیک کیدو په هکله وویل چی »اوس د دې وخت رارسیدلی چې په مسوولیت سره یوه معامله رامنځته سي او داسې لارې ولټول سي چې [له ایران سره] خبرې اترې له سره پیل سي.«

د یادو دریو هیوادونو مشرانو همدارنگه خبرداری ورکړ چې گواښونه ډیر زیات دي او »دواړه لوري باید هغه ته پام وکړي او د خپلو خبرو اترو د پایلو په هکله فکر وکړي.« هغوی په خاص ډول د تهران له خوا پریکړې ته اشاره کوی او زیاتوي چی » له ورکړل سوې اجازې څخه زیات یورانیم غني کوي.« سربیره پر دې دغه مشران د فارس په خلیج کی د تیلو پر ټانکرونو یرغل او په سیمه کې د وضیعت خرابیدو ته هم اشاره کوي.

آلمان، فرانسې او بریتانیا له ایران سره د شوي اټومي تړون په تصویب کی مهم نقش درلود چې د روسیې او چین له خوا هم لاسلیک سوی دی.

G.P/K.H/DPA