1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

روزگان: د پوليسو د وژنو په تور ځيني کسان نیول سوي

محمد ابراهيم سپېڅلی۱۳۹۴ دی ۲۹, سه‌شنبه

د روزګان ولایت مسئولان وايي د وړمي شپې د هغه پيښي په اړه یې ځيني شکمن کسان نیولي دي، چي په یوه امنیتي پوسته کي درو پولیسو خپل ۹ ملګري وژلي او د وسلو او وسایطو سره یوځای تښتېدلي دي.

https://p.dw.com/p/1Hfpp
انځور له ارشيف څخه
انځور له ارشيف څخهانځور: Reuters/A. Masood

د روزګان د والي ویاند دوست محمد نایاب نن سه شنبه دويچه ويله پښتو ته وویل، یاده پيښه د دهراود ولسوالۍ د سنګر په سیمه کي رامنځته سوې ده. نایاب وايي، په دې پوسته کي محلي او ملي پولیس یوځای اوسیدل.

د ده په قول، د شپې په تیاره کي درو تنو، چي يو محلي او دوه يې ملي پولیس دي، پر خپلو ملګرو ډزونه کړي او ۹ تنه يې وژلي دي. نوموړی وايي، تر پيښي وروسته درې واړه له وسلو او وسایطو سره تښتېدلي دي.

د روزګان د والي ویاند وايي، نور امنیتی سرتیري سیمي ته سمدستي رسېدلي او په دې تور يې ځيني هغه کسان، چي د تښتېدلو پولیسو ضمانت يې کړی دی نیولي دي: «کره شمېره يې نه سم درته ښوولای، ځکه دوی تر پوښتنو لاندی دي، خو په دې کسانو کي هغه کسان هم شامل دي، چي د قاتل پولیسو په معرفت او ضمانت کي لاس لري. له څېړنو وروسته به معلومه سي، چي د پيښي اساسي علت څه دی.»

په کندهار کي مدني فعال غوث خاکریزوال وايي چي داسي کسان باید د پولیسو لیکو ته جلب سي، چي هغه په رښتیا سره ضمانت، زده کړي او پولیسي اخلاق ولري. ستونزه داده، چي په ځينو سیمو کي داسي کسان د پولیسو لیکو ته جذبیږي چي په اړه ئې هيڅ معلومات نه وي، یوازي د انډيوالۍ په معیار په ځانګړي ډول په سیمه ایزو پولیسو کي د مقررۍ لوی اصل دی، چي هغه بیا دغسي ناوړه پيښي زېږوي.

د روزګان د والي ویاند دوست محمد نایاب هم وايي، داسي پيښي ترمخه هم پيښي سوي دي، خو په خبره يې چي د نوي امنیه قومندان په راتګ سره د نوو پولیسو مقررۍ او د زړو پولیسو اسناد او سوانح ته بیا کتنه کیږي، څو په معیار وړ پولیس د روزګان خلکو ته د خدمت له پاره چمتو سي.

د پيښي مسئوليت وسله والو طالبانو منلی دی. د دغي ډلي ویاند قاری یوسف احمدي په خپله ټویټرپاڼه کي لیکلي دي، چي تښتېدلي پولیس د دوی ملګري او په دې پيښه کي يې لس تنه ملي او محلي پولیس وژلي دي.

د اپه داسي حال کي ده، چي تیره اوونۍ د کندهار په خاکرېز ولسوالی کي هم یو تن نفوذي پولیس خپل۴ ملګري وژلي او له سیمي څخه تښتېدلی دی.