1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

روسيه اردوغان د داعش د تيلو په تجارت کي په ښکیلتیا تورنوي

کریستین کنیپ۱۳۹۴ آذر ۱۲, پنجشنبه

روسيه پر ترکي ولسمشر تور لګوي چي د داعش د تيلو په تجارت کي لاس لري. خو په دې تړاو يې ثبوتونه نه دي وړاندي کړي. ايا ترکيه په رښتيا سره په دغه تجارت کي ښکېله ده؟

https://p.dw.com/p/1HGNh
انځور: picture-alliance/dpa/Maxppp Tesson

د روسيې له خوا د ترکيې پر مشرتابه لګول سوي تورونه ډېر جدي دي. د روسيې د دفاعي چارو د وزارت معين اناتولي انتونوف، د چهارشنبې په ورځ (د دسامبر ۲مه نېټه) په مسکو کي وويل چي «په عراق او سوريه کي د غلا سویو نفتو تر ټولو لوی رانيونکی هیواد ترکیه دی.»

دغه روسي چارواکي ویلي دي: «موږ ته د رارسېدلو معلوماتو پر بنسټ د ترکيې سياسي مشرتابه، ولسمشر اردوغان او د هغه کورنۍ دغه کاروبار کي ښکېل دي.» انتونوف په دې تړاو نور جزيات په ډاګه نه کړل.

د اردوغان استعفأ

د انتونوف د ادعاو څخه يوه ورځ تر مخه د روسيې ولسمشر ولاديمير پوتین، په پاريس کي د چاپيريال ساتني په نړیوال کانفرانس کي پر ترکيې تورونه لګولي ول. د هغه په وينا روسیه داسي معلومات لري چي د داعش تېل د ترکيې له لاري تيريږي.

د ترکيې ولسمشر رجب طيپ اردوغان، په سمدلاسه او قاطع توګه د دغه تور په وړاندي غبرګون وښود. د ترکي خبري آژانس انادولو د راپور پر اساس اردوغان وويل: «که داسي يوه موضوع ثابته سي، نو به زموږ د ملت کرامت دا ايجاب کړي چي زه نور پر خپله دنده پاته نه سم.» په دې توګه ترکي ولسمشر د ادعاو د ثابتيدو په ترڅ کي له ولسمشرۍ څخه د استعفأ خبره وکړه.

د اردوغان ملاتړ د امريکا د پوځ له خوا وسو. په عراق کي د امريکايي پوځ وياند سټيفن وارن وويل: «دا ډېره د تعجب وړ خبره ده.» نوموړي د چهارشنبې په ورځ وويل: «موږ د هر ډول داسي يو خيال ترديد کوو چي ګواکي ترکيه د داعش سره ګډ کار کوي.»

د قاچاق په تړاو مخکني راپورونه

د ترکيې پر لار د عراقي او سوريې د تيلو د قاچاق په تړاو تر مخه هم راپورونه ورکول سوي ول. د ۲۰۱۴ کال د جون په مياشت کي د علي ايديبوګلو په نوم ترکيې د پارلماني او د حزب اختلاف د ګوند CHP غړي په ترکيه کي د سوريايي تيلو د خرڅلاو خبره کړې وه. هغه ويلي ول چي د ياد کال په لومړيو شپږو مياشتو کي د سوريې له هاتی ولايت څخه تقريبا د ۸۰۰ میليونو ډالرو په ارزښت تيل په ترکيه کي پلورل سوي. هغه ادعا کړې وه چي د دغه کار له پاره حتي نوي نلونه غځول سوي.

د ۲۰۱۴ کال د اګست په مياشت کي د «طرف» په نوم ترکۍ ورځپاڼي د سوريې څخه د ترکيې له لاري د تيلو د قاچاق په تړاو راپور خپور کړی وو. د دغه راپور له مخي «د قاچاق کېدونکو ډيزلو ورځنی مقدار ۱۵۰۰ ټنو ته رسيږي چي د ترکيې د بشپړه اړتيا ۳،۵ سلنه جوړوي.»

په ټيټ قيمتونو د بازار موندنه

د ۲۰۱۵ کال په پېل کي د بريتانيې د ګرينويچ پوهنتون کارپوهانو جيورج کيورسولګو او الېک ډي کوټروبيس د تيلو د قاچاق په تړاو د خپلي يوې څېړني پايلي خپرې کړې. د دغو پايلو له مخي داعش د تيلو له لاري هره ورځ تقريبا درې میليونه ډالره په لاس راوړي.

په راپور کي راغلي چي د داعش تر کنټرول لاندي سیمه کي هر چا ته اجازه سته چي د تيلو را ايستلو له پاره دستګاوي په کار واچوي. په داسي حال کي چي په نړیوال بازار کي د بېرل تيلو قيمت د ۸۰ او ۱۰۰ ډالرو تر منځ وي، د دغه راپور له مخي د داعش په سيمه کي د دغه قيمت د ۲۵ او ۶۰ ډالرو تر منځ وي. د دغه راپور له مخي دغه ټيټ قيمت د دې سبب ګرځي چي دغه تېل بازار پيدا کړي.

د کارپوهانو په وينا په داسي حال کي چي د امريکا په مشرۍ ائتلاف تر اوسه په قاطع توګه د داعش په سیمه کي د تيلو پر قاچاق بريدونه نه کول، اوس يې ستراتيژي بدله کړې ده. تر مخه ياد ائتلاف دا بيره درلوده چي که یو شمېر هغه کسان چي د داعش په سیمه کي د تيلو د کاروبار څخه ګټه اخلي، له دغه تجارت څخه بې برخي کړل سي، هغوی ښايي د غچ اخيستلو له پاره د داعش سره يوځای سي. خو اوس داسي معلوميږي چي په دغه ستراتيژي کي بدلون راغلی وي.

روسيې تر اوسه د خپلو تورونو په تړاو ثبتونه نه دي وړاندي کړي چي ګواکي اردوغان او د هغه کورنۍ د داعش د تيلو په تجارت کي ونډه لري. خو د کارنېګي سازمان د اروپايي څانګي کارپوه جان تيخاو، وايي چي دا خبره لږ حقيقت لري چي ترکي چارواکو که څه چي په عملي توګه پخپله ونډه نه ده اخيستې، خو تر زيات وخت پوري يې د داعش د تيلو پر قاچاق سترګي پټي کړي وې.

د په دې اړه نور مطالب له برخې تیريدل

په دې اړه نور مطالب