1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

روسيه او ناټو مختلف هدفونه او مرامونه لري

۱۳۸۹ مهر ۴, یکشنبه

د روسيې د دفاع وزارت په پلان کي لري چي تر ۲۰۲۰ ميلادي کاله پوري پوځ بشپړ په نوو وسلو سمبال وي.

https://p.dw.com/p/PN5L
لوی درستيز« نه موږ نه مو خلک او نه مو هم پوځ و دې ته تيار دی چي د ناټو تړون په غړيتوب دي ورگډ سو»
لوی درستيز« نه موږ نه مو خلک او نه مو هم پوځ و دې ته تيار دی چي د ناټو تړون په غړيتوب دي ورگډ سو»انځور: AP GraphicsBank/DW

د روسيې لوی درستيز نيکولای مکاروف په مسکو کي «د اونۍ د خبرونو» د پروگرام سره په مرکه کي وويل چي، دا پوښتنه تر وخت د مخه ده چي روسيه دي د شمالي اتلانتيک ناټو تړون غړی هيواد سي.

« نه موږ نه مو خلک او نه مو هم پوځ و دې ته تيار دی چي د ناټو تړون په غړيتوب دي ورگډ سو. دا پدې خاطر چي زموږ او ددوی هدفونه او مرامونه مختلف دي، ځکه نو دغه پوښتنه ما ته داسي ښکاري چي دا تر وخت د مخه ده.»

د هغه په ارزيابي په اوس وخت کي د منځنۍ اياسي وضع د انفجارد خطر سره مخامخ ده.

« د سرحد سره مستقيم د ناټو ځواکونه ولاړ دي، او زموږ په جنوب کي يو دم حالت بل ډول سو او په منځنۍ اسيا کي وضع د انفجار په حالت کي ده. دا په دې معني چي په هغه تهديدونو کي چي په خپل وخت کي مشخص روسيې ته متوجه ول اساسي بدلون راغلی.»

مکاروف دغه راز وويل چي، په پلان کي لري د دافع هوا په ټولگی کي زياتوالی راولي.

« موږ د اداره کولو و نوي سيستم تو ور اوښتي يو، موږ د اداره کولو ټولگی جوړو او درې نوي اضافي اردو جوړوو»

د روسيې د لوی درستيز په خبره د راتلونکي کال د پيل څخه د پوځ په وسله وال کولو پیل کوي.

« پوځيانو اعلام کړی دی چي د تطبيق دپاره يې ۱۹ تريلونه روبلو ته اړتيالري. تر ۲۰۲۰ کال پوري به پوځ سل په سلو کي په نوي وسلو سمبال وي.»

انترفکس/ نجيب الله زيارمل

کتونکی: احمد ولي اڅګزی