1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

روسيه او چين د ملگرو ملتونو امنيت شورا ته مراجعه کوي

۱۳۹۸ مرداد ۳۰, چهارشنبه

د منځني واټن د اتومي بې وسلې کولو تړون ختميدل او د امريکا له خوا د يوه توغندي آزموينې په نړۍ کې په وسلو د ځان سنبالولو د نوې سيالۍ په اړه انديښنې لا پسې زياتې کړي دي. ملگري ملتونه بايد په دې موضوع کې منځگړيتوب وکړي.

https://p.dw.com/p/3OGS6
UN-Sicherheitsrat
انځور: picture-alliance/Photoshot/Li Muzi

روسيه او چین غواړي د امريکا متحده ایالاتو له خوا د کروز توغنديو د آزموينې مسئله په امنيت شورا کې پورته کړي. د آلمان خبري آژانس د ديپلوماتیکو کړيو په حواله ويلي دي چې د ملگرو ملتونو امنيت شورا دغو دوو دايمي غړو په نيويارک کې د يوې بيړنۍ ناستې له پاره غوښتنليک وړاندې کړی دی. غونډه ښايي د پنجشنبې یا جمعې په ورځې جوړه شي.

چين او روسيې لا دمخه د امريکا له خوا د منځني واټن توغندي پر آزموينه نيوکې کړې وې. د روسیې د بهرنيو چارو وزارت مرستيال سرگې ريابکوف او د چين د بهرنیو چارو وزارت وياند کينگ شوانگ د ورته اعلاميو په خپرولو سره  د پوځي ترينگلتيا د پراخيدو څخه خبرداری ورکړی وو.

لينگ په پيکنگ کې ويلي ول چې د توغندي آزموينه به «په وسلو د ځان سنبالولو يوه نوې لړۍ پېل کړي» او په دې توگه به «د پوځي مخالفتونو د پراخوالي» باعث وگرځي. هغه زياته کړې وه چې په دې سره به «پر نړيوال او سيمه ایز امنيتي وضيعت منفي اغیز وشي.»

ريابکوف پر امريکا متحده ايالاتو تور ولگاوه چې ظاهراً د «پوځي ترينگلتياو پراخيدو» ته ليواله ده. نوموړي د تاس خبري آژانس ته ويلي ول: «موږ به پرې نه ږدو چې په وسلو د ځان سنبالولو يوې ډېرې گران بيه سيالۍ ته کش کړل شو.»

له تړونه ستراتيژيکه وتنه؟

د امريکا متحده ايالاتو د دفاع وزارت د دوشنبې په ورځ وويل چې د منځني واټن د اتومي بې وسلې کولو تړون «آيي اين ايف» تر ختميدو وروسته یې په لومړي ځل يو دودیز کروز توغندی آزمويلی دی. ويل شوي چې دغه توغندی د يکشنبې په ورځ په کاليفورنيا کې د سان نيکولاس ټاپو څخه فاير شوی او تر ۵۰۰ کيلومتره واټن تر وهلو وروسته په دقيقه توگه خپل هدف ته ورسېد.

د کريملن وياند ديمتري پیسکوف انترفکس آژانس ته ويلي دي چې دغه آزموینه د دې ثبوت دی چې امريکا د «آيي اين ايف» تړونه وتل له اوږدې مودې پلان کړي ول.

USA Militär testet Marschflugkörper
د امريکا له خوا د يوه توغندي آزموينې په ټوله نړۍ کې انديښنې رامنځته کړيانځور: picture-alliance/dpa/S. Howe

نوی زبرځواک چين

امريکا متحده ايالاتو د ناټو په ملاتړ د فيبروۍ مياشتې په سر کې اعلان وکړ چې د اگست پر دويمه نيټه به له دغه تړونه ووځي. ځکه امريکا په دې آند ده چې روسيه د ايس ايس سي ـ ۸ په نوم د منځني واټن د کروز توغنديو د سیستم په درلودو سره دغه تړون نقضوي. دغه سيستم ښايي د دې وړتيا ولري چې هغه کروز توغندي فاير کړي چې اتومي سرگلولې انتقالولی شي تر۲۰۰۰ کيلومترو زيات واټن وهلی شي. د مسکو حکومت دا تورونه ردوي او دواړه خواوې پر يو بل د وضعې د خرابيدو تور لگوي.

«آيي اين ايف» تړون په ۱۹۸۷م کال کې د پخواني شوروي اتحاد او امريکا ترمنځ شوی وو او پکښې راغلي ول چې دواړه هيوادونه به د ځمکې څخه هوا ته وار کوونکي د ۵۰۰ او ۵۵۰۰ واټن کروز میزايل او راکټونه نه توليدوي.

د دغه تړون د لغوه کيدو سملاسي وروسته د امريکا د دفاع وزير مارک ايسپر اعلان وکړ چې ډېر ژر به د امريکا يو راکيتي سيستم رامنځته شي. خو دا خبره لا روښانه نه ده چې نوي توغندي به چېرته نصبيږي.

د ناټو عمومي منشي ينس ستولتنبيرگ وويل چې په اروپا کې د نويو اتومي توغنديو د نصبولو کوم پلان موجود نه دی.

د ايسپر په خبره امريکا متحده ايالات هڅه کوي نوي دودیز کروز توغندي په آسيا کې نصب کړي، څو د چين په مقابل کې یو څه ولري. دمگړۍ د بې وسلې کولو په اړه د اغیزناکو خبرو کومه هیله نشته. د امريکا له خوا د «آيي اين ايف» تړون څخه د وتلو يو علت دا حقيقت هم دی چې دغه تړون يوازې پر امريکا او روسيه صدق کوي او د چين په څېر هيوادونه چې پوځي تجهیزاتو ته ډېره پاملرنه کوي، پکښې شامل نه دي.

ويل کيږي چې چين اوسهمال تقريباً تر ۲۰۰۰ زيات بالستک توغندي او کروز ميزايل لري چې د دې تړون له مخې منع دي.

BS/NZ (dpa, afp)

زموږ له آرشيف څخه: