1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

روسيه: بریتانیا دې د خپلو ادعاو د ثبوت شواهد ورکړي

۱۳۹۶ اسفند ۲۹, سه‌شنبه

روسيې ویلي دي چې بریتانیا دې یا د زهرجن ګاز د برید په تړاو خپلو تورونو ته شواهد وړاندي کړي او یا دې له دې کبله له مسکو څخه بخښنه وغواړي. خو بریتانیا او متحدین یې بیا ټینګار کوي چې برید د کریملن په امر ترسره شوی دی.

https://p.dw.com/p/2udDQ
Zhanna Nemtsova spricht mit Boris Johnson
انځور: DW/E. Danilovic

روسیې په بریتانیا کې پر یوه پخواني روسي جاسوس د زهرجنو مواد د برید په قضیه کې پر بریتانیا باندې نیوکې کړې دي او غوښتنه یې کړې ده چې لندن باید کریملن ته د خپلې هغې ادعا د ثبوت له پاره شواهد ورکړي چې ګواکې دغه برید د کریملن په امر شوی دی. دا په داسې حال کې ده چې اوس نړیوال کارپوهان بریتانیا ته رسیدلي چې د دې موضوع په اړه د څیړنو له پاره د کارول شویو زهرجنو موادو نمونې واخلي.

د مارچ پر څلورمه نیټه پر پخواني روسي جاسوس سیرګي سکریپال باندې د زهرجنو موادو برید چې د انسان مغزي سیستم تر اغیزې لاندې راوړي، د مسکو او لندن تر منځ اړیکې خړې پړې کړې دي. په داسې حال کې چې اروپايي ټولنې د دوشنبې په ورځ له بریتانیا څخه په دې برخه خپل بشپړ ملاتړ اعلان کړ، روسیې پر بریتانیا باندې غږ کړی دی چې د خپلې هغې ادعا چې وايي برید د کریملن په امر ترسره شوې دي، د ثابتولو له پاره شواهد وړاندې کړي. روسیې دا هم روښانه کړې ده چې که بریتانیا د شواهدو په وړاندې کولو و نه توانیږي، بيا نو باید د خپل تور له کبله له کریملن څخه بخښنه وغواړي.

د پوتین ویاند دیمتري پیسکوف، ویلي دي: «هر وخت چې وي باید د دغو نه ثابت شويو تورونو ځواب وویل شي: یا خو یې باید د ثابتولو له پاره شواهد وړاندې شي او یا خو هم باید له کبله بخښنه وغوښتل شي.»

پوتین پخپله هم د یکشنبې په ورځ د بریتانیا او د متحدینو ادعاوې يې «بې معنی» بللې وې. خو بریتانیا بیا ټینګار کوي چې کریملن د برید امری ورکړی وو. د دې هیواد د بهرنیو چارو وزیر بوریس جانس، له دویچه ویله سره په یوه ځانګړې مرکه کې وویل: «سړی باید په پام کې ولري چې ښاغلی سیرګي سکریپال له ډیرې مودې راهیسې د دغه شان یوه برید هدف وو. ولادیمیر پوتین په خپله ویلي دي چې خاینینو ته د بیلګې په توګه هغه کسان چې د ښاغلي سکریپال په څیر له روسیې څخه بل هیواد ته پناه وړي باید زهر ورکړل شي. نو دا یوازي د روسیې له خوا کارول شوي زهرجن ګاز دی.»

د ناټو عمومي منشي ینس ستولتنبرګ هم د دوشنبې په ورځ په بروکسل کې له بوریس جانسن سره په یوه ګډ خبري کنفرنس کې وویل چې د روسیې ځواب د دې هیواد له خوا نړیوالې سولې او امنیت ته درناوی نه لري.

د بریتانیا لومړۍ وزیري تريزا مې، هم د دوشنبې په ورځ یو ځل بیا ټینګار وکړ چې ښايي د برید تر شا دې روسیه وي. هغې ویلي دي چې روسیه د دغه برید وړتیا لري او کارول شوي زهرجن مواد په هغه ډلي زهري موادو پوري اړه لري چې لومړی په پخواني شوروي اتحاد کې جوړ شوي ول.

له بلې خوا د آلمان صدراعظمې او د پولند لومړي وزیر هم د دوشنبې په ورځ په خپله غونډه کې سره موافقه کړې ده چې اروپايي ټولنه باید دې موضوع ته یو قوي ځواب ووایي نه سمبولیک. تر دې مخکې بریتانیا، فرانسې، آلمان او امریکا متحدو ايالاتو په ګډه یوه بیانیه خپره کړې وه چې پکښې د برید پړه پر روسیې باندي اچول شوې ده.

سکریپال چې یو پخوانی روسیي افسر دی او په ۲۰۱۰م کال کې یې بریتانیا ته د روسي دولتي رازونه پلورلي ول اوس له خپلې لور سره په ډیر حساس روغتیایی وضعیت کې دي. هغوی تر دې مخکې د یوه پارک پر څوکې د بې هوښۍ په حالت کې موندل شوي ول.