1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

روسيه: ترکۍ موسسې د سوريايي افراطيانو ملاتړ کوي

۱۳۹۵ فروردین ۱۴, شنبه

روسيې پر ترکيې باندې تور لګولی دی چې د بشري مرستو له موسسو څخه د دې له پاره کار اخلي چې داعش او نورو جهادي ډلو ته وسلې ورسوي. مسکو همداراز غوښتي چې ترکيه دې د افراطيانو په وړاندې خپله پوله وتړي.

https://p.dw.com/p/1IONk
Syrien Waffenlieferungen
انځور: picture alliance/AP Photo

په ملګرو ملتونو کې د روسيې سفير، ويتالي چورکين، د جمعې په ورځ د م. م. د امنيت شورا ته يو ليک استولی دی چې له مخې يې د بشري مرستو ترکي ټولنې د دغه هېواد د استخباراتو له پاره وسلې او نور تجهيزات په سوريه کې مېشتو تندلارو ډلو ته لېږي.

چورکين د مارچ د ۱۸مې په دغه ليک کې کښلي دي چې «د وسلو او پوځي تجهيزاتو په برخه کې د داعش اصلي سمبالونکی هېواد ترکيه ده، چې دا کار د نادولتي موسسو په مټ تر سره کوي.» چورکين د بېسار پر بنسټ، د ايليکدېر پر بنسټ او د بشري حقونو او آزادۍ پر ترکي بنسټ باندې تور ولګاوه چې «بېلابېل توکي» يې د کښتۍ له لارې د ترکيې د ام آي ټي استخباراتي شبکې له پاره سوريې ته لېږلي دي.

پر ترکيې د تندلارو ډلو د ملاتړ پر له پسې تورونه

دا لومړی ځل نه دی چې روسيه په ترکيې باندې تور لګوي چې په سوريه کې دې د افراطي ډلو ملاتړ کوي. مسکو خپله په سوريه کې له حاکم رژيم څخه ملاتړ کوي. روسيه او د سوريې حکومت ټول ياغيان او هم هغه ډلې ترهګرې بولي چې د رژيم په وړاندې جنګيږي. ترکيه، قطر او سعودي عربستان د ياغيانو اصلي ملاتړ کوونکي دي، چې د دغو ياغي ډلو په منځ کې ډېر شمېر تندلارې اسلامپالې ډلې هم شتون لري. هغه غواړي چې د سوريې د ولسمشر، بشار الاسد حکومت وپرځوي.

ترکيې د افراطي ډلو څخه د ملاتړ تور رد کړی دی، خو ډېر ځله ورباندې همدا تور پورې شوی دی چې سترګې يې پټې کړې دي يا دا چې په فعاله توګه يې د پولې ها خوا له جنګياليو څخه ملا تړلې او بېلابېل توکي او وسلې يې ورکړې دي. ځينې ډلې چې ترکيه ورڅخه ملاتړ کوي، لکه د احرار الشام جهادي ډله، د القاعدې په سوريايي څانګو پورې اړه لري، لکه د النصره جبهه.

په سوريه کې د کړکېچ په زياتېدلو سره د ځينو ډلو جنګيالي له تندلارو جهاديانو سره يو ځای شوي دي، لکه له النصره جبهې او داعش سره. په دې سربېره سوريايي کردانو هم پر ترکيې باندې تور لګولی دی چې د افراطيانو څخه ملاتړ کوي د دې له پاره چې د کردانو د خپلواکمنۍ او پوځي پرمختګونو مخه ونيسي.

د لاوروف او کېري تليفوني خبرې اترې

د امريکا د متحدو آيالاتو د بهرنيو چارو وزير، جان کېري او د روسيې د بهرنيو چارو وزير، سېرګي لاوروف د تليفون د لارې په سوريه کې د اوربند د بياوړي کولو او د بشري مرستو د غځولو په اړه سره وغږېدل. دغه اوربند، چې النصره او داعش ورڅخه مستثنا دي، د اوونيو راهيسې نسبتا ټينګ دی.

دا په داسې حال کې ده چې ملګرو ملتونو د سولې له خبرو اترو څخه ملاتړ وکړ او دغه خبرې اوس د سوريې د رژيم د استازو او د اپوزيسيون د غړو تر منځ په ژنيف کې روانې دي. خو ملګرو ملتونو په روانه اوونۍ کې وويل چې بشري مرستې يوازې ۳۰ سلنې اړمنو خلکو ته رسيږي.

په شوو خبرو کې لاوروف پر ترکيې باندې غږ وکړ چې د ترکيې او سوريې تر منځ ګډه پوله دې وتړي چې د ده په خبره «په فعاله توګه» د دې له پاره استعماليږي چې اسلامپاله جنګيالي د ترکيې د لارې سوريې ته واستول شي. روسيې او سوريې اندېښنې څرګندې کړې دي چې په جنګونو کې راغلی توقف به د ياغيانو د حمايه کوونکو له خوا د دې له پاره استعمال شي چې بېلابېلې ياغي ډلې په وسلو، اړينو توکو او جنګياليو سمبالې شي. د روسيې تازه تورونه په داسې حال کې پورته کيږي چې د دوو وتلو ترکي ژورناليستانو په وړاندې د خيانت په تور محاکمه روانه ده.

لامل يې د ۲۰۱۵ کال داسې يوه کيسه ده چې دوی له انځورونو سره مل خپره کړې وه. په دغو انځورونو کې د ترکيې د ام اي ټي استخبارتي څانګې لارۍ ليدل کيږي چې څنګه سوريې ته وسلې لېږدوي. په هغه وخت کې، يعنې د ۲۰۱۴ کال په جنورۍ کې دغه لارۍ د پوليسو له خوا ودرولې شوې. حکومت لومړی ويلي ول چې دغه چارې محرمې وې، خو بيا يې ادعا وکړه چې لاريو يوازې خوراکي توکي او درمل لېږدول.