1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

روسيه د افغانستان په اړه پريکړو کي ونډه غواړي

۱۳۹۰ آذر ۲۱, دوشنبه

په ناټو کي د روسيې دايمي استازی وايي، چي که چيري د افغانستان په اړه د روسيې څخه مرسته غوښتل کيږي، نو بايد د هغه هيواد په اړه پريکړو کي روسيه هر وخت ونډه ولري.

https://p.dw.com/p/13Qw1
د روسيې جمهورريس ديميتري ميدويديف، د ناټو عمومي منشي اندرس فوگ راسموسن او په ناټو کي د روسيې دايمي استازي ديميتري راگوزین
د روسيې جمهورريس ديميتري ميدويديف، د ناټو عمومي منشي اندرس فوگ راسموسن او په ناټو کي د روسيې دايمي استازي ديميتري راگوزینانځور: picture-alliance/dpa

ديميتري راگوزين په بروکسل کي د خبريالانو سره د خبرو پر مهال وويل، که زموږ شريکان غواړي، چي روسيه دي د افغانستان په اړه د ناټو سره مرسته وکړي، نو دوئ دي موږ د هغه هيواد په هرڅه خبروي، «که نه دا کار هيڅ امکان نه لري.»

هغه زياته کړه، که موږ ددغه عملياتو په معنا پوهيدلي وای موږ به له خپلو همکارانو سره ارو مرو مرسته کړې وای.

«خو کله چي د افغانستان د راتلونکي په اړه خبري د تړلو دروازو تر شا کيږي او يوازي تر ۲۰۱۴ کال وروسته د بهرنيو ځواکونو د وتلو خبره کيږي، نو موږ هم غواړو، چي ووايو په دې باور نه لرو.»

د شمالي اتلانتيک يا ناټو تړون د غړو هيوادونو د بهرنيو چارو د وزيرانو په غونډه کي چي تيره اونۍ په بروکسل کي ترسره سوه د روسیې استازي ديميتري راگون وويل، موږ غواړو چي د افغانستان په اړه خبرو اترو کي هر وخت گډون ولرو.

«دبلي خوا امريکا له افغانستان څخه ډيره ليري ده، او روسيه ډيره ور نژدې ده، او دغه راز زموږ د گډ امنيت د متحدينو له هيوادونو سره اوږده پوله لري.»

هغه په دغه خبري غونډه کي وويل، ځکه نو موږ غواړو چي د افغانستان په اړه هر ډول پريکړو کي شريک و اوسو او د افغانستان د راتلونکي په اړه پريکړي وکړو.

روسيې هغه وخت د افغانستان په اړه د ناټو سره همکاري تر پوښتني لاندي و نيوله، چي په اروپا کي د توغنديو ددفاعي سيسټم په اړه يې ناټو پر خبرو غوږ و نه نياوه.

د روسيې د بهرنيو چارو وزارت ويلي، که ناټو د توغنديو د دفاعي سيسټم په اړه د روسيې سره روغه جوړه و نه کړي، دوئ به د افغانستان په اړه د ناټو پر همکاريو له سره فکر وکړي.

په داسي حال کي چي پاکستان خپله ترانزيتي لار په افغانستان کي د ناټو ځواکونو پر اکمالاتي لاريو بنده کړې اوس ناټو ته د روسيې لارتر بل هروخت ډيره مهمه ده.

انترفکس/نجيب الله زيارمل
کتونکی: سيد رياض