1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

روسيه د تاجيکستان او قرغزستان امنيت ټينگوي

نجيب الله زيارمل/ انترفکس، دويچه ويله۱۳۹۳ اردیبهشت ۳۰, سه‌شنبه

د روسيې د دفاع وزارت چارواکي وايي چي په افغانستان کي د امنيتي وضعيت د خرابېدو په تړاو به د تاجيکستان او قرغزستان امنيت ټينگ کړي. په پلان کي ده چي د روان کال تر پايه پوري ټول بهرني عسکر له افغانستان څخه ووځي.

https://p.dw.com/p/1C2tb
انځور: DW/G. Faskhutdinow

د روسيې د دفاع وزارت له افغانستان څخه د بهرنيو عسکرو تر وتلو وروسته په افغانستان کي د امنيتي وضعيت د لا خرابېدو اټکل کوي او په دې تړاو غواړي چي په مرکزي اسيا کي د خپلو متحدانو امنيت نور هم ټينگ کړي.

د روسيې د دفاع وزارت مرستيال اناتولي انتونوف، د کويت له «کونا» آژانس سره په مرکه کي ويلي دي: «دا ښکاره خبره ده چي د روسيې د دفاع وزارت د افغانستان او د دغه هيواد د اطرافو وضعيت له نژدې څخه څاري.»

هغه زياته کړې ده «موږ بيره لرو چي له دغه هيواد څخه د ايساف ځواکونو تر وتلو وروسته به هم په افغانستان او سميه کي امنيتي وضعيت بدتر سي.»

له افغانستان سره د تاجيکستان سرحد
له افغانستان سره د تاجيکستان سرحدانځور: DW/G. Fashutdinov

د انتونوف په خبره دغه امنيتي چلينجونه د افراطي ډلو او تروريستانو له اړخه متوجه دي، چي له بده مرغه اوس هم په دغه هيواد کي فعاله دي:

«په دغسي يوه وضعيت کي به د روسيې د دفاع وزارت له خپلو ټولو امکاناتو څخه کار واخلي چي په اول قدم کي د خپلو متحدانو تاجيکستان او قرغزستان امنيت ټينگ کړي. د دغو هيوادونو د امنيت ضامن د دوی په خاورو کي زموږ پوځي اډو ته ځای ورکول دي.»

هغه زياته کړې ده په روان وخت کي په کافي اندازه کار سوی دی چي په دغو سيمو کي د روسيې په پوځي اډو کي جنگي قوه پياوړی سي. د هغه په خبره په دې کي د قرغزستان د «کانت» او تاجيکستان پوځي اډې راځي چي په مدرنو وسلو سره تجهيز سوي دي.

د روسيې د دفاع وزير مرستيال اناتولي انتونوف وويل چي «اوس موږ د تاجيکستان او قرغزستان له پوځ سره پوځي مرستي کوو، څو ډاډه سو چي هغوی د تروريزم او مخدره موادو د قاچاق مخه نيولای سي.

د انتونوف په خبره د مسکو په نړيوال امنيتي کنفرانس کي چي په پلان کي دی په راتلونکې کي جوړ سي، د قرغزستان او تاجيکستان د دفاع وزيران به هم گډون پکښې ولري او «موږ ته به دا ډېره جالبه وي، چي وارو د دغو هيوادونو د امنيت ټينگولو له پاره نور څه ته اړتيا ده چي بايد ترسره سي.»