1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

روسيه: د نورو تحريمونو پر وړاندي به ودريږو

دويچه ويله/ نجيب الله زيارمل۱۳۹۳ آذر ۲۳, یکشنبه

له هغه وروسته چي د امريکا سنا د اوکراين د بحران په تړاو پر روسيې باندي د نورو بنديزونو طرحه تصويب کړه، روسيې گواښ کړی دئ چي د دغي موضوع پر وړاندي به ودريږي. نن د روسيې او امريکا د بهرنيو چارو وزيران په روم کي سره ويني.

https://p.dw.com/p/1E3sX
انځور: Reuters/Carolyn Kaster

د امريکا په سنا کي د مسکو پرضد د نورو بنديزونو د طرحي تصويبېدلو، د روسيې چارواکو غبرگونو راپارولي دي. پر مسکو باندي تحريمونه، د روسيې له خوا په اوکراين کي له بېلتون غوښتونکو سره د وسلو د مرستو په سبب لگول سوي او لگول کيږي.

د فرانسې خبري آژانس لیکلي، چي د روسيې د بهرنيو چارو وزارت مرستيال سرگي ريابکوف، د شنبې په ورځ (۲۰۱۴م کال د دسمبر ۱۳مه) اعلان وکړ: «بې له شکه چي موږ دغه موضوع بې جوابه نه پريږدو.»

ريابکوف، چي د دواړو هيوادونو يعني امريکا او روسيې د بهرنيو چارو وزيرانو د خبرو اترو په درشل کي ئې خبري کولې، ټينگار ئې وکړ چي په ۲۰۱۴م کال کي د امريکا او روسيې د بهرنيو چارو د وزيرانو د غونډي موضوع به د منځني ختيځ مسئله وي.

په پلان کي ده چي نن د يکشنبې په ورځ (۲۰۱۴م کال د دسمبر۱۴مه) د امريکا د بهرنيو چارو وزير جان کيري له خپل روسي سيال سرگي لاوروف سره په روم کي خبري اتري ولري.

د امريکا د سنا نوې طرحه چي «د اوکراين د آزادۍ د ملاتړ قانون» په نوم ياديږي، بايد سپينه ماڼۍ ئې هم تائيد کړي. په دغه طرحه کي نه يوازي پر روسيې باندي نور بنديزونه په نظر کي نيول سوي دي، بلکي د ۲۸۰ ميليونو ډالرو په ارزښت اوکراين ته د تسليحاتو ورکول هم راغلي دي.

سپيني ماڼۍ تر اوسه له دې ويري چي له روسيې سره په جنگ کي ښکېل نه سي، اوکراين ته له وسلو ورکولو څخه ډډه کړې ده.

اوکراين په خپله هم د جمعې په ورځ اعلان وکړ، چي د راتلونکي کال پوځي بوديجه به دوه برابره کړي او پوځ به هم پراخ کړي.

د روسيې د بهرنيو چارو وزارت مرستيال په امريکا کي پر «روسيې ضد تمايلاتو» باندي نيوکه کړې ده.

خو د اوکراين پارلمان بيا د امریکا د سنا نوې طرحه «يوه تاريخي پريکړه» بللې ده. دوی هر وخت له غربه غوښتل چي پوځي مرستي ورسره وکړي. خو له دغو غوښتنو سره سره تر اوسه پوري غرب له دوی سره يوازي د داسي تجهيزاتو مرسته کړې ده چي په اصطلاح «د وژلو» له پاره کار نه ځني اخيستل کيږي.

د آلمان د خبري آژانس د يوه راپور او ملگرو ملتونو د نوو شمېرو له مخي د اوکراين کړکېچ په تيرو اتو مياشتو کي تر ۴۵۰۰ زيات انسانان وژل سوي او تر لس زر ډېر نور ټپيان سوي دي.

يوازي په تيرو درو اوونيو کي په دغه تاوريخوالي کي چي د اوکراين د حکومت او روسي پلوه بېلتون غوښتونکو ترمنځ روان دئ، تر ۳۰۰ زيات انسانان وژل سوي دي.

د اورکراين پوځ
د اورکراين پوځانځور: picture-alliance/dpa/TASS/K. Cherginsky