1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

روسيې له داعشه د امریکا د احتمالي ملاتړ انځورونه خپاره کړي

۱۳۹۶ آبان ۲۴, چهارشنبه

د روسيې د دفاع وزارت په ټولنیزو شبکو کي له داعش څخه د امریکا د احتمالي ملاتړ داسي «شواهد» په غلطۍ سره ايښي وه، چي د نورو ترڅنگ له کمپیوټري لوبو څخه اخیستل سوي ول.

https://p.dw.com/p/2nemX
Nachtsichtgerät
انځور: Imago/ZumaPress

دغه وزارت پرون سه شنبه په مسکو کي د سوريې-عراق له سرحد سره نژدې له داعش څخه د امریکا د ملاتړ د ویدیويي بازیانو تصاویر په خپل تویتر او فیسبوک کي ایښي ول. وروسته وزارت هغه بدل کړل او هغه یې یوه «غلطي» وبلله. خو پردې سربیره د روسيې د دفاع وزارت پرخپل هغه تور باندي ټینگ ولاړ دی، چي گواکي د امريکا متحد ايالات د داعش ملاتړ کوي.

وزارت خپاره سوي انځورونه د دې له پاره «یو انکار نه منونکئ» اثبات وباله، چي پراساس يې امریکا د داعش جنگيالي ساتي او ملاتړ یې کوي. خو د انټرنیټ د ډیرو کارونکو ترڅنگ د بشري حقوقو سازمان(CIT) هم تشخیص کړې ده، چي یو له دغو تصاویرو څخه د جنگي فلم "AC-130 Gunship Simulator Special Ops Squadron" یو تصویر دی. نور انځورونه عملأ د عراق د دفاع وزارت دي چي پکښې پروسږکال د فلوجې سره نژدې پرداعش باندي د عراق د هوايی قواوو حمله ښکاره کوي.

د روسيې د دفاع وزارت تر څو ساعتونو وروسته دغه انځورونه لیري او هغه يې يوه«غلطۍ» وبلله. خو دغه وزات له داعش څخه د امریکا د ملاتړ پر تور باندي ټینگ ولاړ دی او پخواني تصاویر یې په نوو باندي تبدیل کړل چي د امريکا متحدو ايالاتو او اسلامي دولت ډلي ترمنځ همکاري ښکاره کوي.

د روسيې د دفاع وزارت ویلي دي چي دا «یو منل سوی حقیقت» دی چي امریکايي کوماندو د سږعیسوي کال د نوامبر مياشتي پر۹ د سوريې- عراق له سرحد سره د داعش پر یوه قطار باندي له بريد څخه ډډه وکړه.

په روسیه کي د امریکا سفارت بیا په خپل تویتر کي لیکلي دي چي امريکا متحد ايالات به د روسيې د دفاع وزارت له داسي «بې معنی تورونو» سره ځان مصروفه نه کړي چي «انځورونه یې د ویدیویي لوبو او په نورو هیوادونو کي د نظامي عملیاتو پر زړو تصاویرو باندي تکیه ولري.»

په تیرو وختونو کي هم مسکو پر واشنگټن باندي تور لگولی وو چي په عراق کي له داعش سره جگړه يې يوه «پلمه» ده، څو جهاديستان گاونډي هيواد سوريې ته ولاړ سي چيري چي روسيه او امريکا يو د بل له مقابلو اړخونو سره ولاړ دي. خو د امريکا د دفاع وزارت دغه تورونه په کلکه ردکړي دي.