روسيه: غېرحکومتي ټولنې يا NGOs
۱۳۸۷ فروردین ۲, جمعهد روسيې حکومت داسې نوي قوانين وضع کړيدي، چې دولت ته د غېرحکومتي ټولنو يا NGOs د کاراوفعاليت د محدودولو لپاره پراخه صلاحيتونه ورکوي.
د هيومن رايټس واچ په دوه اويامخيزراپورکې مستند شوي، چې دغه قوانين اومقررات څنگه د هغوگڼ شمېر NGOs پرضد استعماليږي، کومې، چې د روسيې پرلانجمنوموضوعاتوباندې کارکوي، د خلکو د نيوکوپارول غواړي ياله بهرنيوهېوادونونه مالي مرستې ترلاسه کوي.
د عقيدې آزادۍ ته جدي گواښ
د هيومن رايټس واچ اجرائيوي مدير کېنېټ » روټ « وايي:» د دغونويوقوانينوپربنسټ NGOs ته تل مدام د ځورولواوکړولوگواښ کيږي. داپه روسيې کې د عقيدې آزادۍ ته يوجدي گواښ دی. «
د دغوقوانینوپه ډله کې د 2006 ميلادي کال يوقانون هم شامل دی، کوم چې دولتي اداروته د NGOs د کنترول لپاره پراخه امکانات ورکوي. د روسيې دولتي ادارې د دغه قانون له مخې کولای شي، چې د NGOs د درج کولوعريضې رد کړي، د يوه ډېرځورونکي بهيرپه ترڅ کې هغوي کنترول کړي او د محرمواسنادو په گډون، د هراړخيزواسنادو د تحويلولوغوښتنه ځينې وکړي.