1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

روسيه له افغانستان سره پر پوځي مرستو غور کوي

۱۳۹۴ شهریور ۱۷, سه‌شنبه

د افغانستان له پاره د روسيې د ولسمشر ځانگړي استازي ضمير کابلوف ويلي دي چي مسکو له افغانستان سره پر پوځي مرستو غور کوي. دغه مرستي په ځانگړې توگه د پوځي څرخۍ الوتکو په برخه کي دي.

https://p.dw.com/p/1GSdK
انځور: Fotolia/Irina Fischer

د افغانستان له پاره د روسيې د ولسمشر ځانگړي استازي ضمير کابلوف له انترفکس خبري آژانس سره په مرکه کي ويلي دي، چي له افغانستان سره د پوځي مرستو په اړه روسي کارپوهانو مطالعات پيل کړي دي. دغه مرستي په ځانگړې توگه د هوايي ځواک په برخه کي دي.

دغه روسي ديپلومات ويلي دي چي د افغانستان له جمهور رئيس سره ئې په دې اړه خبري کړي دي او د دواړو هیوادونو کارپوهان اوس د پوځي مرستو پر څرنگوالي باندي غور کوي. هغه زياته کړې ده چي په دې اړه به ډېر ژر بحث پيل سي. هغه اميدواري ښوولې ده چي يوې مثبتي پايلي ته به ورسيږي.

کابلوف ويلي دي چي له افغانستان سره د روسيې د پوځي مرستو پوښتنه د دواړو هيوادونو د مشرانو په وروستۍ ليدنه کتنه کي راپورته سوه. محمد اشرف غني او ولاديمير پوتین د شانگهای د همکاريو سازمان په غونډه کي چي د روسيې په «اوفا» ښار کي جوړه سوې وه سره وليدل.

کابلوف وويل: «د کابل په وروستي سفر کي مي له جمهور رئيس غني سره د ملاقات يوه موخه دا وه چي د هغي پريکړي پر ځينو اړخونو باندي غور وسي، چي د دواړو هیوادونو د مشرانو ترمنځ سوې ده.»

د روسيې دغه ديپلومات ويلي دي چي مسکو تيار دی له افغانستان سره پوځي مرستي وکړي، خو پر دې هم حساب کوي چي افغانستان به له تاجيکستان سره په سرحد کي د افراطي فعاليتونو مخنيوی کوي.

د په دې اړه نور مطالب له برخې تیريدل

په دې اړه نور مطالب