1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

«روسيه نه غواړي د کابل او طالبانو ترمنځ منځگړتوب وکړي»

۱۳۹۵ دی ۹, پنجشنبه

د افغانستان له پاره د روسيې د جمهور رئيس ځانگړي استازي ويلي دي چي روسيه، پاکستان او چين نه غواړي د افغانستان په شخړه کي ښکېل اړخونو ترمنځ منځگړيتوب وکړي.

https://p.dw.com/p/2UyKm
Russland Zamir Kabulov Abgesandter für Pakistan
انځور: imago/Pak Images/I. Dean

د افغانستان له پاره د روسيې د جمهور رئيس ځانگړي استازي ضمير کابلوف د چهارشنبې په ورځ په مسکو کي له انترفکس خبري آژانس سره په خبرو کي ويلي دي، د دې له پاره چي دوی د افغانستان په شخړه کي منځگړيتوب وکړي بايد بلنه ورکړل سي.

هغه ويلي دي: «موږ ځکه دې موضوع ته پاملرنه نه کوو، چي تر اوسه پوري نه د کابل او نه هم د طالبانو له خوا دې ته وربلل سوي يوو چي د دوی ترمنځ په خبرو کي منځگړيتوب وکړو.»

دغه روسي ديپلومات زیاته کړه: «موږ اوس پر دې باندي فکر کوو چي څرنگه دې کار ته يو پراخ سيمه ايز چوکاټ جوړ کړو، البته د افغانانو په گډون څو نتيجه ورکړي، نه داسي چي موږ به په بېلابېلو چوکاټونو کي خبري اتري کوو او جنگ به همدغه شان روان وي.»

کابلوف ويلي دي چي د افغانستان په اړه د روسيې، چين او پاکستان ترمنځ مشورتي غونډي يوازي لومړی گام دئ: «په نږدې راتلونکې کي به نه يوازي افغانان، بلکي هغه څوک به هم راوبلو چي د دغه لوبي د لوبغاړو ترمنځ د حل لاري له موندلو سره لېوالتيا لري. خبره د هغو هيوادونو ده چي په رښتيا سره د افغانستان له کړکېچه له ستونزو سره مخامخ دي.»

دغه روسيې ديپلومات په مسکو کي د افغانستان په اړه د روسيې، چين او پاکستان ترمنځ مشورتي غونډي ته چي د سه شنبې په ورځ جوړه سوې وه، وويل چي دا د دغه شان غونډو دريمه وه. هغه وويل: «دی نه پوهيږي چي دغي غونډي ولي دومره پاملرنه ځان ته جلب کړې ده، ځکه دا خو لومړۍ نه بلکي دريمه غونډه وه.»

تر دغي غونډي مخکي د افغانستان د بهرنيو چارو وزارت وياند احمد شکيب مستغني د سه شنبې په ورځ په کابل کي رسنيو ته ويلي ول چي افغان چارواکي په مسکو کي د افغانستان په اړه د درې اړخيزه غونډي پايلو ته خوشبينه نه دي.

مستغني ويلي دي، په دغه غونډه کي چي بې له افغان چارواکو رابلل سوې ده، د افغانستان د اوسني وضعيت رښتنی انځور به وړاندي نه سي.

د افغانستان د بهرنيو چارو وزارت وياند ويلي دي، که چيري دغه شان غونډي ښې پايلي هم ولري، د افغانانو ترمنځ سختي پوښتني راپورته کوي.

تر دې مخکي د افغانستان د ولسي جرگې رئيس عبدالروف ابراهيمي دغه شان غونډي په زغرده د افغانستان په کورنيو چارو کي مداخله بللي.

نور مطالب: