1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

روسيه: په افغانستان کي د نشه يي موادو زيرمي ۵ کاله د بازار اړتيا پوره کولای سي

۱۳۸۹ اسفند ۲۶, پنجشنبه

د روسيې د نشه يي موادو د راکړي ورکړي د څار ادارې چارواکي وايي چي په افغانستان کښي دومره نشه يي مواد زېرمه سوي، چي د نن ورځي د صادراتو مطابق تر ۲۰۱۶ کاله پوري کفايت کوي.

https://p.dw.com/p/RA28
د افغانستان د نشه يي موادو کلنی عايد شاوخوا ۱۰۰ مليارده ډالره اټکليږي.
د افغانستان د نشه يي موادو کلنی عايد شاوخوا ۱۰۰ مليارده ډالره اټکليږي.انځور: dpa

د نوموړې ادارې مشر ويکتور يوانوف وايي چي:« که چيري همدا نن په افغانستان کښي د نشه يي موادو کښت منع هم سي، د هغه هيواد زېرمي کولای سي چي پنځه کاله بازار تود وساتي.»

هغه د قرغزستان په پلازمېنه بشکيک کښي په يوه خبري غونډه کي وويل چي: « په افغانستان کي ۱۵ زره ټنه هيروين زېرمه سوي، او د افغانانو لخوا ۳،۵ زره ټنه چرس جوړ سوي دي.»

يوانوف وويل چي، په افغانستان کښي اوس هم په بې ساري توګه کوکنار کرل کيږي: « په ۲۰۱۰ کال کښي په هغه هيواد کي پر ۱۲۳ زره هيکټاره مځکه کوکنار کرل سوي ول.»

هغه وويل پر دې سربير د هغو بزګرانو په شمېر کي هم زياتوالی راغلی چي د کوکنارو کرلو ته زړه ښه کوي. د هغو شمېر همدا اوس ۲۵۰ زره تنه دی.

د روسيې د نشه يي موادو د راکړي ورکړي د څار ادارې مشر وويل چي د افغانستان د نشه يي موادو کلنی عايد شاوخوا ۱۰۰ مليارده ډالره اټکليږي.

د هغي مريضي په نتيجه کي چي په ۲۰۱۰ کال کښي د افغانستان کوکنارو ته ورپيښه سوه، په دغه هيواد کي يې د کوکنارو نرخونه درې برابره لوړ کړه.

NO FLASH Beschlagnahmtes Opium in Afghanistan
انځور: picture alliance/dpa

يوانوف وايي« ددې څخه نو دا نتيجه په لاس راځي چي له اقتصادي پلوه دا نوره هم ګټوره ده چي سړی کوکنار وکري او د نشه يي موادو د راکړي ورکړي زيربينايي اقتصاد ته وده ورکړي.»

ويکتور په دې خبري غونډه کي وويل چي ، په افغانستان کښي يې د نشه يي موادو سره د مبارزې د پاره په تير کال کښي د ناټو په مقر کښي د „ رادوګا-۲“ (سره زرغونه - ۲) تر نامه لاندي پروګرام تشريح کړی و.

« ددې پروگرام د بيلا بيلو برخو څخه د اروپايي اتحاديې پارلمان په افغانستان کښي د نشه يي مواد په وړاندي د مبارزې په نوې ستراتيژ کي کار اخلي.»

د هغه په خبره روسې د رادوگا ۲ يا سره رزغونه ۲ پروگرام په چوکاټ کي د هغو مځکو او ماليکينو د راجستر کتاب په اختيار کي ږدي چي دغه نشه يي مواد پر کرل کيږي.

يوانوف وويل دا کتاب به د نشه يي موادو په وړاندي مبارزه کښي ډير کټور تمام سي او دهغه له مخه به د نشه يي موادو غير قانوني راکړه ورکړه هم معلومه سي.

يوانوف د قرغزستان په پلازمېنه بشکيک کي خبري غونډه ته وويل چي، ډيری افغان بزگرو ته د مځکي د خاوندانو لخوا دا اجازه نه ورکول کيږي چي بل څه دي و کري.

انترفکس/ نجيب الله زيارمل

کتونکی: عبدالباري حکيم

د په دې اړه نور مطالب له برخې تیريدل