1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

روسيه په افغانستان کي د نړيوالو ځواکونو د برياو سره علاقمندي لري

۱۳۸۹ مرداد ۳, یکشنبه

د روسيې لوی درستيز وايي چي په افغانستان کي د روسيې او ناټو اوږد مهاله دلچسپۍ سر سره خوري.

https://p.dw.com/p/OU6o
د روسيې جمهوررييس ديميتري ميدويدف او د هغه هيواد لوی درستيز نيکولای مکاروف
د روسيې جمهوررييس ديميتري ميدويدف او د هغه هيواد لوی درستيز نيکولای مکاروفانځور: AP

د نيکولای مکاروف په خبره په دغه سيمه کي د روسيې او ناټو ټلوالي علاقمندۍ تطابق لري.

هغه د ناټو د پوځي کمېټې د مشر جان پاوله ديپاولو سره تر خبرو وروسته په يوه خبره غونډه کي وويل چي «روسيه په افغانستان کي د ايساف ځواکونو د برياوو ډيره علاقمندي لري.»

د ناټو د پوځي کمېټې مشر وويل چي روسيه په افغانستان کي د ناټو ځواکونو سره مرسته کوي په څانگړي ډول د ترانزيت په رخه کي.

د روسيې د پوځ لوی درستيز جنرال نيکولای مکاروف وويل، چي روسيه عزم لري چي په افغانستان کي د ناټو ځواکونو ته د خوراکي او پوځي موادو د ترانزيت لاره هر وخت خلاصه پريږدي او په دې لاره کي مرسته ور سره وکړي.

دوې ورځي وړاندي په مسکو کي د روسيې د لوی درستيز نيکولای مکاروف او ناټو د پوځي کمېټې مشر جان پاولو ديپاوله په خبرو کي د نورو موضوعاتو تر څنگ د روسيې او ناټو د غړو هيوادونو پر پوځي مسايلو خبري وکړي.

ag/ زيارمل

کتونکی. عبدالباري حکيم