1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

روسيه په دوو-درو ورځو کي له سوريې ځواکونه باسي

۱۳۹۴ اسفند ۲۷, پنجشنبه

روسيې ويلي دي چي په دوو- درو ورځو کي به له سوريې څخه خپل ډېر ځواکونه راوباسي. خو د امريکا پوځ بيا ويلي دي چي د ولاديمير پوتين له اعلان سره سره په سوريه کي د روسيې ځواکونه کمښت نه احساسيږي.

https://p.dw.com/p/1IEPX
په سوريه کي د روسيې ځواک
په سوريه کي د روسيې ځواکانځور: Reuters/Russian Ministry of Defence/V. Grishankin

د روسيې د هوايي ځواکونو قوماندان ويکتور بوندارف، د پنجشنبې په ورځ (۲۰۱۶م کال د مارچ ۱۷مه) د روسيې له «کمسمولسکايه پراودا» ورځپاني سره په مرکه کي ويلي دي چي په دوو- درو ورځو کي به په مکمله توگه د خپلو ځواکونو ډېره برخه له سوريې څخه راوباسي.

دا په داسي حال کي ده چي په منځني ختيځ کي د امريکايي ځواکونو وياند د چهارشنبې په ورځ (۲۰۱۶م کال د مارچ ۱۶مه) اعلان وکړ چي په سوريه کي د روسيې ځواکونو کمښت چندان نه ليدل کيږي.

استيو ورن، د روسيې هدفونه نامعلوم وبلل او ويې ويل: «تر اوسه پوري له سوريې څخه د روسي ځواکونو د پام وړ وتلو شاهدان نه يوو.»

هغه زياته کړه چي له سوريې څخه د روسيې ډېر لږ ځواکونه وتلي دي. دا په داسي حال کي ده چي د روسيې جمهور رئيس ولاديمير پوتين د دوشنبې په ماښام له سوريې څخه د خپلو زياتو ځواکونو د راايستلو لارښوونه وکړه.

د فرانسې خبري آژانس د راپور له مخي، د امريکايي ځواکونو وياند ورن، ويلي دي چي د موجودو نخښو نښانو له مخي «تر اوسه پوري د روسيې يوازي لس الوتکي له سوريې څخه وتلي دي.»

روسيې پنځه مياشتي مخکي د سوريې په کړکېچ کي پوځي مداخله وکړه او په دغه هيواد کي ئې هوايي بريدونه پيل کړل. روسيې سوريې ته تر څلور زره زيات توپچي ځواک، ټانکونه او پوځيان او ۳۰ څرخۍ الوتکي لېږلي دي.

د ولاديمير پوتين له دې لارښووني سره داسي انگرېل کیږي چي گويا د روسيې او سوريې د مشرانو ترمنځ دي اختلاف پيدا سوی وي، خو سوريې د يوې بيانيې په خپرولو سره ويلي دي چي له هيواده ئې د روسيې ځواکونو د وتلو هرکلی کوي.