1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

روسيه په پلان کي لري ۵۰۰ جنگي الوتکي توليد کړي

۱۳۸۹ مهر ۱, پنجشنبه

د روسيې د جنګي الوتکو جوړولو کمپنۍ، سوخوی(Сухой) په پام کي لري چي په پنځو کلونو کي د روسيې د دفاع وزارت او صادراتو د پاره ۵۰۰ جنگي الوتکي توليد کړي.

https://p.dw.com/p/PL78
د روسيې د سوخوی او ميگ کمپنۍ په پلان کي لري چي د کاله د الوتکو سل ماشينه توليد کړي.
د روسيې د سوخوی او ميگ کمپنۍ په پلان کي لري چي د کاله د الوتکو سل ماشينه توليد کړي.انځور: picture-alliance / dpa/dpaweb

د سوخوی کمپنۍ عمومي رئيس ميخايل پوگاسيان انترفکس خبري آژانس ته ويلي دي:

« د الوتکو د توليد په اړه موږ ته د راتلونکو پنځو کلونو د پاره د روسيې د دفاع وزارت دپاره د تر سلو ډيرو الوتکو فرمايش راکړل سوی او زه فکر کوم چي په دې نږ دې وختونو کي به نور داسي څو تړونونه لاسليک کړو چي تر ۲۰۱۵ کاله پوري د روسيې د دفاع وزارت لپاره ۱۵۰ الوتکي جوړيکړو.»

ددغه روسۍ کمپنۍ مشر د چهارشنبې په ورځ په مسکو کي خبريالاتو ته وويل، چي په پلان کي ده شاوخوا ۳۰۰ جنگي الوتکي نورو هيوادونو ته صادري کړي.

هغه وويل «که چيري د صادراتو د تړونو په هکله و ږغيږو نو ويلای سو چي د سوخوی او ايرکوت کمپنۍ چي د هندوستان د پاره الوتکي توليدوي د تړونو له مخه د الوتکو د صادراتو تعداد ۳۰۰ ته رسيږي».

د الوتکو د پنځم نسل د جوړلو په تړاو، پوگاسيان وويل چي ددغه الوتکو د جوړولو ازموينه به په ۲۰۱۲ کال کي بشپړه سي.

« موږ داسي حساب کو چي تر دغه ټاکل سوي وخت پوري به ټول کارونه سم وي او د توليد په پروسه باندي چي سلسله واره به وي پيل کوو».

هغه دغه راز يادونه وکړه چي د سوخوی او ميگ کمپنۍ په پلان کي لري چي د کاله د الوتکو سل ماشينه توليد کړي.

انترفکس/ نجيب الله زيارمل

کتونکی: عبدالباري حکيم