1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

روسيه: کيمياوي وسلې د سوريې ياغيانو کارولي دي

مسعود جهش (آژانسونه)۱۳۹۲ تیر ۱۹, چهارشنبه

روسیې ملګرو ملتونو ته داسې شواهد وړاندې کړې دي چې گويا ثابتوي چې د سوریې پاڅونکوونکو کیمیاوي وسلې کارولي دی. په ملګرو ملتونو کې د روسيي استازي ویلي دي چ د هغوی پوه شوي دي چې پاڅونکوونکو د سارین ګاز یو توغندی توغولی دی.

https://p.dw.com/p/194tI
Free Syrian Army fighters hold their weapons as they walk along a damaged street near the frontline where clashes with forces loyal to Syria's President Bashar al-Assad are taking place in Beit Hajira near Damascus, July 7, 2013. Picture taken July 7, 2013. REUTERS/Ward Al-Keswani (SYRIA - Tags: CONFLICT)
Ban Ki Moon ruft zur Waffenruhe in Syrien während des Ramadan aufانځور: Reuters

په ملګرو ملتونو کې د روسیې ځانګړي استازي ویتالي چورکین، ویلي دي چې علمي څیړنو ثابته کړې ده چې د روان کال د مارچ میاشتې په ۱۹ نیټه د یاغیانو له خوا په یوه توغول شوي توغندي کې چې د حلب پر ښارباندې لګیدلی وو، سارین ډوله ګاز موجود وو. روسي چارواکو ادعا کړې ده چې تر دې پېښې وروسته روسیي کارپوهان سیمې ته تللي دي تر څو پخپله شواهد راټول کړي.

په سوریې کې د جګړې دواړو اړخونو پر یو بل باندې تورونو لګولي دي چې د کیمیاوي وسلو څخه یې کار اخیستی دی. که له یوې خوا روسیه ادعا کوي چې د سوریې د رژیم پر ضد پاڅون کوونکو کیمیاوي وسلې کارولي دي، له بلې خوا بیا امریکا متحده ایالات، انګلستان او فرانسه وایي چې شواهد د سوریې د ولسمشر بشارالاسد، د رژیم له خوا د کیمیاوي کارونې ته اشاره کوي. خوا دواړه اړخونه بیا پر ځان باندې لګیدلي تورونه ردوي.

غیرې معیاري کیمیاوي وسلې

چورکین ویلي دي چې د روسي څیړونکو له خوا له سیمې څخه اخیستل شوې نمونې په روسیې کې په یوه لابراتوار کې ازمویل شوي دي. دغه لابراتوار د «کیمیاوي وسلو د استعمال د منع سازمان» له خوا هم تصدیق شوی دی. په لابراتوار کې د څیړنو پایلې ښيي چې د سوریې د رژیم وسله والو مخالفینو د «خان الاسال» پر سیمه باندې یو «بشیرـ۳» ډوله توغندی توغولی دی.

د چورکین په خبره روسي څیړونکي توغندی هم لیدلی دی چې ثابتوي له سارین ډوله وژونکو ګازه ډل وو. دغه روسیي چارواکي زیاته کړې ده چې دغه توغندی یوه «غیرمعیاري پوځي کیمیاوي وسله» وه. ویل شوي دي چې د دغه توغندي له کبله له شلو څخه ډیرو کسانو خپل ژوند له لاسه ورکړی دی.

تر هغه وروسته چې چورکین ملګرو ملتونو یو۸۰ پاڼیز رپوټ د ملګرو ملتونو سرمنشي بان کيمون، ته وسپاره هغه خبریالانو ته وویل: «له دې کبله موږ په دې باور یو چې دا وسله وال مخالفین ول چې په خان الاسال سیمه کې یې کیمیاوي وسلې کارولې دي.»

د روسیې له خوا په ترسره شوې څیړنه کې راغلي دي چې د «بشیر-۳» ډوله توغندي د ۲۰۱۳ کال په فبرورۍ میاشت کې د «بشریر النصر» له خوا جوړ شوي ول چې د سوریې آزاد پوځ پورې تړاو لري. دغه پوځیان اوس د اسد پر ضد جنګیږي. دا په داسې حال کې ده چې د ملګرو ملتونو چارواکو ویلي دي چې اوس د روسیې د رپوټ په اړه څیړنې روانې دي.

امریکا متحده ایالات په بل نظر دي

دا په داسې حال کې ده چې امریکا متحده ایالات بیا ادعا کوي چې داسې شواهد په لاس کې لري چې ښيي د اسد رژیم د خپلو مخالفینو پر ضد کیمیاوي وسلې کارولې دي. د سپینې ماڼۍ ویاند جې کارني، ویلي دي چې هغوی له داسې کومې پېښې څخه خبر نه دي چې په ترڅ کې یې د سوریې د رژیم مخالفینو له کیمیاوي وسلو څخه کار اخیستی وي.