1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

روسيې اروپايي ټولنه د بنسټيزو اړيکو پر سره خبرو ته را وبلل

۱۳۸۷ تیر ۸, شنبه

د روسيې لخوا نه ، بلکي دخبرو اترو دبريالي کېدو او د ژر سرته رسيدو په لاره کي تر ټولو لوی خنډ به د اروپايي ټولني لخوا جوړ يي

https://p.dw.com/p/ESTh
د نورسيې نوی جمهور رييس ديميتري ميدويدف
د نورسيې نوی جمهور رييس ديميتري ميدويدفانځور: picture alliance/dpa

دروسيې نوي جمهور رییس ديميتري ميدويدف د روسيې او اروپايي ټولني تر مينځ دبنسټيزو اړيکو ديوه نوي تړون لپاره دخبرو اترو د پيل اعلام کړی دی. داپرته له کومه شکه داروپايي ټولني او روسيې ترمينځ د اړيکو لپاره ډيره ښه نښه ده. د2

کالو راپدې خوا د دې خبرو د کولو مخه دپولنډاو روسيې ترمينځ پر غوښو باندي دمناقشو، او دليتوانيا لخوا د مخالفت د ښو دلو له امله نيول سوې وه.

خو يوه خبره ښکاره ده چي، ددوی تر مينځ دملګرتيا اودګډ کار په اړه به خبري سختي وي او ډيره موده به دوام وکړي. داستونزې به يوازي دروسيې لخوا چي ځان پياوړی او دستر قدرت په حيث احساسوي مينځته نه راځي، بلکي دخبرو اترو دبريالي کېدو او د ژر سرته رسيدو په لاره کي تر ټولو لوی خنډ به داروپايي ټولني لخوا جوړ يي. ځکه چي اروپايي ټولنه د روسيې په وړاندي ددې ټولني د سياست لپاره کومه څرګنده ستراتيژي نلري.

د روسيې جمهوررييس ديميتري ميد ويدف
د روسيې جمهوررييس ديميتري ميدويدفانځور: AP

که څه هم د روسيې نوی جمهور رييس ميدويدف د ولاديميرپوتين په پر تله زيا دتره د دوستۍ څخه ډکه مسکاکوي اوخبري يي ډيپلوماتيکي دي، خو دحکومت بنسټيز موقف هماغه پخوانی دی.

د اروپايي ټولني ټول غړي هيوادونه څه غټ څه کوچني له روسيې سره دخپل مينځي اړيکوله لاري دخپلو ملي ګټو د ډيرولو هڅي کوي. که څه هم ټول اروپايي هيوادونه د انرژۍ له لوړو بيو څخه شکايت کوی او د اروپايي هيوادونو د انرژۍ په تامين کي د روسيې له برلاسۍ څخه ډاريږي، نوهر يو هڅه کوي چي، وځان ته دهغه نظر جلب کړي ، چي البته دا د روسيې دخوشحالۍ سبب هم ده.

دمثال په توګه دآلمان اوهالنډ، لپاره چي د بالتيک دسمندر ګي له لاري د نل ليکو په واسطه پطرول د روسيې څخه را لېږل کيږي او دايټاليې، يونان ،اوبلغاريي په برخه کي چي دتور سمندر ګي لاندي تيري سوي نل ليکي په واسطه له روسيې څخه دپطرولو را ليږدول په پام کي لري همداسي ده. خو دا پروژې دنبوکو دپروژو په نقص دي چي، د مرکزي آسيا اودکسپين له سمندر ګي څخه دجنوبي قفقاذ د لاري بايد ګاز اروپا ته ورسوي.

د اروپايي ټولني استازي په روسيه کي د ميدويدف سره
د اروپايي ټولني استازي په روسيه کي د ميدويدف سرهانځور: AP

دغه راز د ځينوغړيو هيوادونولخوا دروسيې په وړاندي د اروپايي ټولني په سياست کي ددوی دملي علاقو دشاملولو کوښښ کيږي او دغه هيوادونه چي پولنډ، او دبالتيک له 3 هيوادونوڅخه عبارت دي، ډيری خپل تاريخ په پام کي نيسي، او د اروپايي ټولني اوسنۍ علاقې په پام کي نه نيسي.

د روسيې په وړاندي د اروپايي ټولني د سياست دا دوه زړه توب له دې څخه هم څرګنديږي چي، په رسمي ډول تل دا ستراتيژيکه ملګرتيا جبري کيږي. اوعملاً د روسيې په ډيموکراسۍ کي دکمبودۍ، او دنورو اختلاف نظرونو له امله لکه دکوسووا په مسلې باندي چي د دوی ترمينځ سته، يوازی په معينوساحوکي ګډکار ورسره کيږي .

کله چي د اروپايي ټولني ځني غړي هيوادونه د امريکا د متحده ايالتونو د توغنديو د ځآی پر ځای کېدو لپاره خپله خاوره په واک کي ورکوي، او د شمالي اطلس په دفاعي تړون کي د اوکراين اوګرجستان دشمول پلوي کوي نو د ستراتېژيکي ملګرتياخبري بې خي بې مانا کيږي. دا خو زيادتره د ملګرتيا مانا نه، بلکي دمخنوي مانا لري. نو اروپايي ټولنه نه پوهيږي چي له روسيې څخه څه غواړي.