1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

روسيې او ترکيې په گډه په سوريه کي بمبار کړی دی

۱۳۹۵ دی ۳۰, پنجشنبه

په لومړي وار د روسیې او ترکیې جنگي جېټ الوتکو د سوریې د حلب په اطرافو کې د ترورستي ډلي داعش پر مورچلو بمباري کړې ده. همداشان د دوشنبې ورځې له پاره د سوریې د کړکیچ په هکله په آستانه کې خبرې پلان شوي.

https://p.dw.com/p/2W1lj
Syrien Latakia Russischer Kampfjet Sukhoi Su-34
انځور: picture-alliance/dpa/ V. Savitsky

روسۍ او ترکي جېټ الوتکو په گډه د جگړه ځپلې ښار حلب په اطرافو کې د داعش مورچلې په نخښه کړي دي. ډگر جنرال سیرگي رودسکوی، د چهارشنبې په ورځ ویلي دي چې د الباب پر ښار بمباري لومړی وار دی چې د دواړو هیوادونو د هوایي ځواکونو له لوري ترسره کیږي. د الباب ښار د حلب د شمال ختیځ لور ته په څلویښت کیلومترۍ کې پروت دی.

رودسکوی چې د روسیې د دفاع وزارت جگپوړی چارواکی دی، په تلویزوني خبرو کې ویلي دي چې د سوریې حکومت له گډو بریدونو سره موافق وو. نوموړي جنرال ویلي دي چې د روسیې هوایي ځواکونه د سوریې د ځمکنیو ځواکونو ملاتړ هم کوي، چې په دیر الزور، کې د داعش د یوه برید پر شا تمبولو په هڅه کې دي.

زیاته شوې ده چې روسۍ جېټ الوتکې تاریخي پالمېرا ښار ته څیرمه د سوریې پوځ د عملیاتو هم ملاتړ کوي. نوموړي جنرال خبرداری ورکړ چې ښایي داعش په دغه سیمه کې د نورو تاریخي اثارو د له منځه وړل پلان ولري، خو په دې هکله یې نور جزئیات په ډاگه نه کړل.

په عین وخت کې په ژنیف کې د ملگرو ملتونو نوي عمومي منشي خبرداری ورکړی دی چې د سوریې کورنۍ جگړه د یوه نړیوال گواښ سبب شوې چې ډیره خطرناکه بڼه یې غوره کړې او لا حل شوې نه ده. دغه پیغام ښایي د سولې په خبرو اترو کې د پرمختگ په موخه ورکړل شوی وي، کومې چې د راتلونکې اوونۍ له پاره پلان شوي دي.

د ملگرو ملتونو نوي عمومي منشي انتونیو گوتیرس، ویلي دي چې دغې شخړې په ټول منځني ختیځ کې بې ثباتۍ ته لمن وهلې او په نړۍ کې د ترهگریزو بریدونو د ډیریدو سبب شوې.

په ژنیف کې خبریالانو ته د خبرو پر مهال گوتیرس ویلي دي: «د دغه کړکیچ عواقب، د هر چا له پاره ډیر خطرناک شوي دي.»

د سولې خبري اتري

د جگړې د ځینو ښکیلو اړخونو تر منځ د سولي خبري اتري د راتلونکې دوشنبې په ورځ د قزاقستان په پلازمېنه آستانه کې پلان شوي دي. دغه خبري اتري د سوریې د نزدې متحد روسیې او د سوریې د سیمه ایز سیال ترکیې تر څارنې لاندې تر سره کیږي. په دغو خبرو اترو کې ملگري ملتونه او امریکا متحد ایالات ونډه نه لري.

خو پر دې سربیره هم گوتیرس هیله مندي څرگنده کړې ده چې کیدای شي دغه خبري اتري د اوربند د ټینگښت او د شخړې د ختمیدو سبب شي. د گوتیرس په وینا په آستانه «کې پرمختگ د یوې سیاسي پروسې د شرایطو په رامنځ ته کولو کې مرسته کولای شي چې باید په فبروري میاشت کې په ژنیف کې بیرته پېل شي کوم چې کیدای شي یوه مشخصه نتیجه ورکړي.»

په ژنیف کې د ملگرو ملتونو د سولې د دغې پروسې مشري د سوریې له پاره د گوتیرس ځانگړی استازې ستیفن دیمیستورا کوي، چې غواړي دغه خبري اتري د فبرورۍ پر اتمه نېټه پېل شي. دیمیستورا ته په آستانه کې د سولي په خبرو اترو کې د گډون بلنه ورکړل شوې وه خو هغه دغو خبرو ته خپل مرستیالان استوي، څو د ملگرو ملتونو استازیتوب وکاندي.

گوتیرس چې د جنورۍ میاشتي پر لومړۍ نېټه د ملگرو ملتونو عمومي منشي شو، ژنیف ته یې د دغه سازمان د مشر په توگه دا دوهم سفر وو. گوتیرس تر دې دمخه د یوه لسیزه د کډوالو له پاره د ملگرو ملتونو د عالي کمیسارۍ مشري هم کړې ده.

نور مطالب: