1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

روسيې او ګرجستان دواړو بشري حقوق تر پښو لاندي کړي

۱۳۸۷ مرداد ۳۰, چهارشنبه

د کيل پوهنتون د پرګنو حقوق پوه اندرياس څيميرمن وايي، دابه سمه واي که په 1992 ميلادي کال کي جنوبي اوسيتيا ځان د ګرجستان څخه جلاکړی وای او دابه د پرګنو د حقوقو سره برابره وای

https://p.dw.com/p/F1Sw
د جنوبي اوسيتيا يوه کورنۍ چي د جګړې په جريان کي د خپل کور د کړکۍ څخه د باندی ګوري
د جنوبي اوسيتيا يوه کورنۍ چي د جګړې په جريان کي د خپل کور د کړکۍ څخه د باندی ګوريانځور: AP

روسيه د ګرجستان په خاوره کي د خپلو ځواکونو عمليات دسولي پيام بولي او ګرجستان په جنوبي اوسيتيا کي په عام وژنه تورنوي. د تبليسي حکومت بيا د روسي ځواکونو د خوا د سيمي د نيولو خبره کوي.

رښتيا خبره خو داده چي په 1991 ميلادي کال کي د شوروي اتحاد د ورانيدو او د ګرجستان د خپلواکۍ څخه راپديخوا د جنوبي اوسيتيا او ابخازيا لانجه روانه ده. ځکه دواړي سيمي غواړي د ګرجستان څخه جلا سي او ځان روسيې ته نږدې کړي.

د کيل پوهنتون د پرګنو حقوق پوه اندرياس څيميرمن وايي، دابه سمه واي که په 1992 ميلادي کال کي جنوبي اوسيتيا ځان د ګرجستان څخه جلاکړی وای او دابه د پرګنو د حقوقو سره برابره وای، داچي هر ملت حق لري خپله پريکړه وکړي.

د جنوبي اوسيتيا بې ځايه سوي کورنۍ
د جنوبي اوسيتيا بې ځايه سوي کورنۍانځور: picture-alliance/ dpa

هغه وايي که سړی د جنوبي اوسيتيا پرګني په رسميت پيژندلي وايي او د خپلي پريکړي حق يې ورکړی وايي نو داپه دې مانا نه ده چي دا د جلا والي حق دی.

اندرياس وايي:«د خپلي پريکړي حق د بيليدو مانا نلري، بلکي د خپلواکۍ حق، د کوچنيو حق او داسي نور. د بيلوالي حق هغه وخت منځ ته راتلای سي چي موږ د پرګنو د وژلو د حالت سره مخامخ و. کله چي بنسټيز پايښت او بشري حقونه نور نه رعايتيږي.»

په داسي يو شاليد کي کيدای سي ښه لاملونه راولي، کوسووا په 1998 کال کي د بيلتون غوښتني حق درلودۍ.

اندرياس زياتوي:« زما د نظره داسي يو وضيعت نه په جنوبي اوسيتيا او نه هم په ابخازيا کي ليدل کيږي.» او په دې توګه د پرګنو حقوق پوهان په جنوبي اوسيتيا او ابخازيا کي د ژمني ماتي ته رسيږي.

روسي ځواکونه د ګرجستان په خاوره کي
روسي ځواکونه د ګرجستان په خاوره کيانځور: AP

کارپوهان په دې نظر دي چي. دوی لکه د پخواپه شان د ګرجستان د دولت حقوقي برخي دي. د غه حقيقت ګرجستان د ځان لپاره سند کړی څو خپل زور پر دې خاوره واچوي. که بل ډول وويل سي. د پرګنو د حقوقو اړخه که وکتل سي تيبليسي بايد پرې نږدي چي ځانګړي سيمي ځانونه جلا کړي.

خو دا ددې مانا نلري چي ګرجستان ددې سيمي پر وګړو باندي زورزياتی کولای سي، څه چي تيره دوې اوني د مخه پيښ سول او دا په روښانه توګه د جګړې د حق څخه تيری دی. او دا د روسيې خوا ته هم متوجه ده.

د برلين د سياست له ټولني څخه اووې حال باخ وايي:« روسيه ځانته حق ورکوي چي د سولي د ځواک په توګه په جنوبي اوسيتيا او ابخازيا کي د ګرجستان په خاوره کي حکومت وکړي. خو په حقيقت کي روسيه په سيمه کي د ګرجستان د هيواد په وړاندي په روښانه توګه پر سولي تيری کوي. نو دلته د پرګنو حق تر پښو لاندي کول روښانه دی.