1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

روسيې د امريکايي چارواکو تور ليست خپور کړی

۱۳۹۰ آبان ۴, چهارشنبه

امريکا د سې شنبې په ورځ د روسيې هغه پريکړه چي له مخه يې يو شمير امريکايي چارواکو ته د دغه هيواد ويزه نه ورکول کيږي غندلې. روسيې د امريکايي چارواکو يو تور ليست خپور کړی دی.

https://p.dw.com/p/12zHQ
کريملن او سپينه ماڼۍ
کريملن او سپينه ماڼۍانځور: DW

روسيې ويلي دي، چي په ليست کي شاملو امريکايي چارواکو ته به د بشري حقونو د تر پښولاندي کولو له کبله ويزې نه ورکول کيږي. دا په داسي حال کي ده، چي درې مياشتي مخکي د امريکا متحده ايالاتو هم دغه ډول کار ترسره کړی و.

درې مياشتي وړاندي متحده ايالاتو اعلان وکړ چي، هغو کسانو ته چي د ځوان روسي حقوق سرگي ماگنيتسکي په وژنه کي شريک دي، ويزه ور نه کړل سي.

د امريکا د متحده ايالاتو د بهرنيو چارو وزارت وياندي، ويکتوريا نولند په عقيده، امريکايي چارواکو ته د روسيې د ويزې نه ورکلو غير قانوني کار دی.

«موږ په دې اند يو، چي پر امريکايي چارواکو د ويزې بندول کوم قانوني اساس نه لري. زموږ لخوا پر ځينو روسي چارواکو د ويزې بندول روښانه او واضيح دلايل لري. د امريکا د مهاجرت د قانون له مخه موږ بايد هغو کسانو ته ويزه ور نه کړو چي د جدي جرايمو او د بشري حقونو په تر پښو لاندي کولو کي ښکيل وي.»

د روان کال د جولای په مياشت کي د امريکا د متحده ايالاتو د بهرنيو چارو وزارت اعلان وکړ چي دغه هيواد به ځيني روسي چارواکو ته چي د «سيرګي مګنيتسکي» په وژنه کي لاس لري ويزې ور نه کړي.

مګنيتسکي يو ځوان روسی حقوق پوه وو، چي د مسکو په يوه زندان کي د مريضۍ له کبله يي خپل ژوند له لاسه ورکړ.

روسيې ويلي دي چي، غواړي د متحده ايالاتو عمل ته ځواب ورکړي. دغه هيواد په داسي حال کي د امريکايي چارواکو تور ليست خپور کړی، چي د بهرنيو چارو وزيري هيلري کلنټن په دې وروستيو کي ازبکستان او تاجکستان ته سفر کړی دی.

د روسيې د بهرنيو چارو د وزارت وياند ويلي دي چي په خپور سوي ليست کي د هغو امريکايي چارواکو نومونه شامل دي، چي په عراق، افغانستان او ګوانتنامو کي يې بشري حقونه تر بښو لاندي کړي دي.

د روسيې او امريکا لخوا په داسي حال کي د يو بل په وړاندي تور ليستونه خپريږي چي بارک اوباما غواړي له روسيې سره خپلي اړيکي ښې کړي.

آژانسونه/ مسعود جهش

کتونکي: نجيب الله زيارمل