1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

روسيې له افغانستان سره پوځي تخنيکي همکاري کوي

نجيب الله زيارمل/ آژانسونه۱۳۹۲ دی ۴, چهارشنبه

روسيې له افغانستان سره په پوځي برخه کي د تخنيکي همکاريو د پراختيا د امادګۍ اعلان کړی دی. په تيرو څو کلونو کي روسيې نزدې ۵۰۰ تنه افغان پوځي کارپوهان په خپلو روزنيزو مرکزونو کي روزلي دي.

https://p.dw.com/p/1AgeU
انځور: AFP/Getty Images

د روسيې د ولسي جرګې (دوما) رييس سرګي ناريښکين د سه شنبې په ورځ (۲۰۱۳ کال د دسمبر ۲۴) کابل ته په خپل رسمي سفر کي اعلان وکړ چي هيواد يې له افغانستان سره په پوځي برخه کي د تخنيکي همکاريو پراختيا ته تيار دی.

هغه وويل چي په دې جمله کي به د هغو Mi-17 ډوله څرخي الوتکو سرويس په خپله په افغانستان کي وسي چي مخکي تر مخکي دغه هیواد ته صادري سوي دي: «موږ دې ته تيار يو چي دغه شان تخنيک نور هم د افغانستان په اختيار کي ورکړو او تخنيکي سرويس يې هم په خپله په دغه هيواد کي وسي.»

دغه الوتکي د امریکا متحده ايالاتو له خوا له روسيې څخه افغان امنيتي ځواک ته خريداري سوي دي.

د روسيې د ولسي جرګې مشر يادونه وکړه چي يو کال دمخه لا د افغانستان د قانون تطبيقولو ادارو په غوښتنه روسيې دغه هيواد ته په زياته اندازه سپکي وسلې- توپکچې او کلاشينکوفونه په اختيار کي ورکړل. هغه وويل: «اوس بيا په دغه برخه کي نوره اضافي غوښتنه سوې ده، زه فکر کوم چي په دې اړه به مثبت جواب ورکړل سي.»

سرګي ناريښکين دغه راز وويل، پر دې سربيره روسيه کولای سي چي له مخدره موادو سره په مبارزه کي نور ډېر افغان کارپوهان و روزي:

«روسيه د افغانستان د قانون تطبيقولو ادارو متخصصان په هغه جمله کي د هغو ادارو چي له مخدره موادو سره مبارزه کوي کدرونه روزي. په تيرو څو کلونو کي زموږ په روزنيزو مرکزونو کي نزدې ۵۰۰ تنه افغان کارپوهان روزل سوي دي.»

د روسيې دغه سياستوال وويل چي د مخدره موادو قاچاق «د افغانستان له پاره يو ګواښ دی او په مجموع کي د ټولي سيمي له پاره په هغه جمله کي فدرالي روسيې ته خطر پېښوي.»

هغه وويل: «بلې وضعيت اسانه نه دی، په تيرو ۱۲ کلونو کي چي په افغانستان کي نړيوال امنيتي ځواک مېشت دی په دغه هيواد کي د نشه يي موادو د توليد اندازه ۴۴ سلنه لوړه سوې ده.» هغه زياته کړه: «ځکه نو په دغه برخه کي بايد ډېر دقيق او په هدفمنده توګه ګډ کار وسي.» د روسيې د ولسي جرګې مشر وويل چي هیواد يې له افغانستان سره مرستي ته تيار دی.

د روسيې د ولسي جرګې استازي يادونه وکړه چي افغان همکاران له دوی سره د ډله ييز امنيت سازمان په «کانال» پروګرام کي د څارونکي په توګه برخه لري. او يو بل پروګرام هم سته چي موږ غواړو زموږ د افغان همکارانو پام ورته را واړوو، دغه پروګرام د «کاسپين ستوری» نوميږي.

سرګي ناريښکين، دغه راز يادونه وکړه چي په دې نژدې وختونو کي د روسيې جمهور رييس ولاديمير پوتين لارښوونه کړې ده چي له افغانستان سره دي د مخدره موادو د تهديد په له منځه وړولو کي مرسته وسي.