1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

روسي فضايي بیړۍ خپل ماموریت پیل کړ

۱۳۹۱ تیر ۲۵, یکشنبه

یوه روسي فضايي بیړۍ اوس د نړیوال فضايي مرکز په لور د حرکت په حال کې ده. دغه بیړۍ له قزاقستان څخه فضا ته استول شوې ده او پکښې یو روسی، یو جاپاني او یو امریکایي ستوري مزلی سپور دﺉ.

https://p.dw.com/p/15Y2W

دغه سویز «TMA-05M» ډوله فضایي بیړۍ د شنبې په ورځ د خپل پخواني پلان له مخې په ټاکل شوي وخت هوا ته واستول شوه. په دې فضایي بیړۍ کې د ناسا ستوري مزلې سونیتا ویلیمز، روسې ستوري مزلی یورې ملیچینکو او جاپاني ستوري مزلی اکهیکو هوشیدي سپور دﺉ.

دغه ډله به په نړیوال فضایي مرکز کې څلور میاشتې تیرې کړي. په دې مرکز کې له پخوا څخه د هغوی درې نور همکاران په څیړنو بوخت دي. نړیوال هوایي مرکز ته د دې ستورو مزلو رسیدل به دوه ورځې وخت ونیسي.

ماسکو هیله لري چې په بریالۍ توګه د دې ماموریت په سر ته رسولو سره به یو ځل بیا پر خپل فضایي پروګرام باندې باور رامنځ ته کړي. روسیه تیر کال پخپل فضایی پروګرام کې له ډیرو ستونزو سره مخامخ شوې وه اود دې هیواد څو ماموریتونه ناکامه شول. د روسیې په فضایي ادارې کې همداراز د مدیریت پر سر ځینې شخړې شتون لري.

اوس نو د متحده ایالاتو فضایي اداره (ناسا) نړیوال فضایي مرکز ته د خپلو ستورو مزلو د استولو له پاره روسیې ته اړتیا لري ځکه چې ناسا تیر کال د خپلې هوایي بیړۍ ماموریت پای ته ورساوه.

د یکشنبې د ورځ له فضايي مارمویت سره د امریکا او روسيې تر منځ د فضايي څیړنو په برخه کې د همکاریو ۳۷مه کلیزه هم ولمانځل شوه.

آژانسونه/ مسعود جهش
کتونکی: سید ریاض