1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

«روسیه دې د اوکراین له پولې خپل سرتیري په شا کړي»

سید ریاض (آژانسونه)۱۳۹۳ خرداد ۳۱, شنبه

اوباما، میرکل او اولاند، ویلي دي که چیرې د اوکراین په ختیځ کې وضعه آرامه نه شي، نو د روسیې پر وړاندې به نور بندیزونه ولگول شي. په دغه ځای کې د جمعې له ورځې راهیسې کیف په یوه طرفه توگه د اوربند اعلان کړی دی.

https://p.dw.com/p/1CNQz
انځور: picture-alliance/AP Photo

د امریکا متحده ایالاتو ولسمشر بارک اوباما، د آلمان صدراعظمې انگلا میرکل ا د فرانسې ولسمشر فرانسوا اولاند تلیفوني خبرې اترې کړي دي. درې واړو سیاستوالو غوښتي دي چې روسیه دې د اوکراین له پولې خپل سرتیري په شا کړي.

په واشنگټن کې سپینې ماڼۍ ویلي دي چې اوباما له میرکل او اولاند سره جلا جلا تلیفوني خبري کړي دي. زیاته شوې ده چې درې واړه مشران په دې اړه هم نظري ول چې د روسیې له پولې په اوکراین کې ملیشو ته باید د وسلو د لیږد لړۍ ودرول شي.

درې واړو مشرانو پر مسکو باندې غږ کړی دی چې د بنسټیزو اقداماتو په تر سره کولو سره په وضعیت کې ښه والی رامنځ ته کړي. د آرامۍ د نه رامنځ ته کیدو په صورت کې متحده ایالاتو او اروپایي ټولنې د مسکو پر وړاندې د نورو بندیزونو د لگولو گواښ کړی دی. دا په داسې حال کې ده چې متحده ایالاتو د جمعې په ورځ د روسي پلوه بیلتون غوښتونکو د اوو مشرانو پر ضد بندیزونه ولگول.

اوباما، میرکل او اولاند د اوکراین د ولسمشر پیترو پورو شینکو له لوري د سولې له پاره هلې ځلې ستایلي دي. درې واړو مشرانو ویلي دي چې په دې کار سره به د وضعې د آرامه کیدو او د خبرو اترو د تر سره کیدو له پاره زمینه برابره شي. پورو شینکو د اوکراین په ختیځ کې د څو اوونیو خونړیو نښتو وروسته د خپل سولې پلان د برخې په توگه په دغه ځای کې یوه اړخیز اوربند اعلان کړ. دغه اوربند د جمعې له ماښام راهیسې نافذ دی او یوه اوونۍ به دوام وکړي. د کيف د وينا له مخي د دې موخه دا ده چې د اوکراین په ختیځ کې سوله رامنځ ته شي.

بیلتون غوښتونکو د پورو شینکو وړاندې رد کړی

روسي پلوه بیلتون غوښتونکو د پورو شینکو د سولې وړاندیز رد کړی دی. د دونېڅک ښار د بیلتون غوښتونکو مشر اندرې پورگین، ویلي دي: «موږ د ملي گارد او اوکراین پوځ د اړخ له لوري سل ځلې د اوربند خبره اوریدلې ده. خو پوځي عملیات د یوې دقیقي له پاره خاتمه نه لري.» همداشان د مسکو په آند د پورو شینکو پلان له بیلتون غوښتونکو څخه د وسلو پر ځمکه د کښیودو غوښتنه ده. د کریملین په وینا په دغه پلان کې د یوه ډیالوگ تر سره کیدو ته ځای نه دی ورکړل شوی.

«روسیې د وسلو لیږد ته ادامه ورکړې»

د لویدیځ هیوادونه پر روسیې باندې تور پورې کوي چې د اوکراین په ختیځ کې بیلتون غوښتونکو ته ټانکونه او راکټ لانچرونه لیږدوي. د متحده ایالاتو د بهرنیو چارو وزارت ویلي دي چې دوی داسې معلومات لري چې نور ټانکونه هم د لیږلو له پاره چمتو کیږي.