1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

روسیه د لویدیځ دیپلوماتان اخراجوي

۱۳۹۷ فروردین ۱۰, جمعه

روسیي ویلي دي چې په هغه اندازه چې د دوی دیپلوماتان له یو شمیر هیوادونو اخراج شوي، دوی به هم په هماغه شمیر د یادو هیوادونو دپلوماتان اخراج کړي. امریکايي دیپلوماتانو ته د اپریل میاشتې تر پنځمې نیټې د وتلو وخت ورکړل شوی.

https://p.dw.com/p/2vERd
Russland US-Konsulat in Sankt Petersburg
انځور: picture-alliance/dpa/TASS/P. Kovalev

د پنجشنبې په ورځ (د ۲۰۱۸م کال د مارچ ۲۹مه) د روسیې د بهرنیو چارو وزیر سیرګي لاوروف ویلي دي چې دوی هم د متقابل اقدام په توګه د هغو هیوادونو دیپلوماتان اخراجوي، کومو چې د روسیې دپلوماتان اخراج کړي دي. د دیپلوماتانو د اخراج موضوع په بریتانیا کې د پخواني روسي ډبل ایجنټ یا «د دوو هیوادونو جاسوس» سرګي سکریپال او د هغې پر لور باندې د زهرجن ګاز تر برید وروسته توده شوې ده.

د روسیې او لویدیځ ترمنځ د دیپلوماتیکو اړیکو تر ترینګلتیا وروسته له هغې زور واخیست چې بریتانیې پر روسیې د مارچ میاشتې په لومړیو کې پر سکریپال او د هغې پر لور د زهرجن ګاز د برید تور پورې کړ او بیا وروسته روسیې له غربي هیوادونو د خپلو دیپلوماتانو د اخراج په ځواب کې په دغه اقدام لاس پورې کړ. 

د رپوټونو له مخې د روسیې د بهرنیو چارو وزارت د متحده ایالاتو سفیر ته خبر ورکړی دی چې روسیه غواړي د امریکا ۶۰ دیپلوماتان، په مسکو کې ۵۸ نور امریکايي چارواکي او په یکاترینبورګ کې د امریکا د قونسلګرۍ دوه چارواکي اخراج کړي او همدا راز په سانت پیترزبورګ کې د متحده ایالاتو قونسلګري وتړي.

USA Jon Huntsman in Myrtle Beach
مسکو د امریکا سفیر ته د خپلې پریکړې په هکله معلومات ورکړيانځور: picture-alliance/AP Photo/C. Dharapak

د امریکا سفیر ته ویل شوي چې قونسلګري به د مارچ میاشتې تر ۳۱ نیټې پورې وتړل شي او دیپلوماتان یې هم اړ دي چې د اپریل میاشتې تر ۵ نیټې پورې روسیه ترک کړي.

د روسیې د بهرنیو چارو د وزارت په حواله له متحده ایالاتو څخه په همدومره شمیر کې د روسي دیپلوماتانو د اخراج او د امریکا په سیاتل کې د روسیې د قونسلګرۍ د تړل کیدو پر وړاندې، دغه یو متقابل اقدام دی. د بهرنیو چارو د وزارت په حواله روسیه به په لسونو نورو هغو هیوادونو ته هم په متقابل اقدام سره ځواب ووایي. په دې هیوادونو کې آلمان هم شامل دی چې له خپل هیواد څخه یې روسي دپلومان اخراج کړي دي.

د روسیې د دغه اقدام پر وړاندې سپینې ماڼۍ هم غبرګون ښوولی دی. د سپنې ماڼۍ ویاندې سارا ساندرز ویلي دي چې د روسیې دغه اقدم د متحده ایالاتو او روسیې ترمنځ د دوه اړخیزه اړیکو د لا ډیر خرابوالي له پاره اقدام دی خو وايي چې د دغه ډول یوه ګام انتظار کیده.

ساندرز د خپلو خبرو په ترڅ کې همدا راز ویلي دي چې د متحده ایالاتو او د روانۍ اونۍ په پیل کې د ناټو سازمان په لسونو نورو متحدینو له خوا د یوه نامعلوم شمیر روسي نه ثبت شوي استخباراتي کارکوونکو اخراج، د بریتانیا په خاوره کې د روسیې د برید له پاره یو مناسب ځواب وو.

Russland Sergei Lawrow ARCHIV
انځور: Getty Images/AFP/J. Makovec

تیره اونۍ په لسونو هیوادونو چې په کې متحده ایالات، د اروپايي ټولنې ګڼ شمیر هیوادونه او ناټو شامل دي اعلان وکړ چې دوی به په ګډه له ۱۵۰ ډیر د روسیې دیپلوماتان چې د جاسوسانو شک پرې کیږي، اخراج کړي. دغه اقدام وروسته له هغې ترسره کیږي چې په لومړي سر کې بریتانیا د مسکو ۲۳ دیپلوماتان له خپلې خاروې اخراج کړل.

سیرګي سکریپال او د هغه لور د مارچ میاشتې په ۴ نیټه د انګلستان په جنوبي ښار سلیسبوري کې په یوه چوکۍ په بد حالت کې وموندل شول. د بریتانیا ساینسپوهانو تر څیړنو وروسته ویلی وو چې پر دوی باندې د یو ډول زهرجن ګاز برید شوی چې په روسیه کې جوړ شوی. تر دې سملاسي وروسته، برتانیا د دغه برید مسوولیت مسکو ته راجع کړ.

د روسیې د بهرنیو چارو وزیر همدا راز ویلي چې دوی د دوشنبې د ورځې له پاره د اتومي وسلو د منع سازمان یوه غونډه رابللې، څو پر دغه موضوع بحث وکړي. د څار دغه سازمان د استفاده شوي زهرجن ګاز نمونې د بریتانیا له چارواکو سره په ګډه معاینه کوي.

پر ورته موضوع زموږ له آرشیف څخه یو انځوریز البوم: