1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

روسیه: سوریه دي د سولي پلان عملي کړي

۱۳۹۱ فروردین ۲۲, سه‌شنبه

د روسیې د بهرنیو چارو وزیر له سوریې څخه غوښتي دي چې د ملگرو ملتونو او عرب لیگ د ځانگړي استازي کوفي عنان د سولي پلان عملي کړي.

https://p.dw.com/p/14aOo
انځور: AP

د روسیې د بهرنیو چارو وزیر سیرگي لاوروف دغه څرگندوني د سه شنبې په ورځ د سوریې د بهرنیو چارو له وزیر وحید المعلم سره د لیدني پر مهال کړي دي. لاوروف له سوریې څخه غوښتي دي چې د کوفي عنان د سولي د پلان په عملي کولو کې پریکړنده گامونه واخلي. هغه همدا شان له نړیوالي ټولني څخه هم وغوښتل چې د سوریې وسله وال مخالفين اور بند ته راضي کړي.

لاوروف د وحید المعلم سره تر لیدني وروسته خبریالانو ته وویل:«موږ له سوریې څخه په کلکه غواړو، چې له څرنگه چي ئې ژمنه کړې وه، د سولي له پاره د کوفي عنان له خوا وړاندي شوي شرایط عملي کړي.»

د سوریې د بهرنیو چارو وزیر هم له نړیوالو څخه وغوښتل چې پر مخالفينو باندي زور راوړي، چي له تاوتریخوالي څخه لاس واخلي. هغه په خپلو خبرو کې وړاندي زیاته کړه چي یوازي په هغه صورت کي د سوریې د کړکیچ حل ممکن دئ چي نړیواله ټولنه د سوریې مخالفین هم اور بند ته اماده کړي.

د سوریې د بهرنیو چارو وزیر وویل چي حکومت لا تر مخه له ښارونو څخه د سرتیرو په راایستلو پیل کړی دئ. هغه د روسیې د بهرنیو چارو له وزیر سره یوه گډ مطبوعاتي کنفرانس ته وویل: «موږ لا تر مخه له یو شمیر ښارونو څخه سرتیري او قطعات را ایستلي دي.»

روسیې او چین چي دوه واري ئې د سوریې پر وړاندي د ملگرو ملتونو د امنیت شورا پریکړه لیک ویټو کړی وو، په تیر وخت کي د کوفي عنان له خوا وړاندي شوی د سولي د پلان ملاتړ کړی دئ.

د کوفي عنان د سولي پلان پر اساس چې بشارالاسد هم منلی وو، باید سر له ننه «د ۲۰۱۲ کال د اپریل د میاشتي لسمه» د سوریې حکومت خپل پوځونه او ټولي درنې وسلې له ښارونو څخه را وباسي او اوربند وکړي.

له بلي خوا د ترکیې د بهرنیو چارو وزیر ویلي دي چي د سوريې دولت له سرحدي قواننیو څخه سرغړونه کړې ده. د سوریې دولتي سرتیرو تیره ورځ د ترکیې په خاوره کي د کډوالو پر یوه کمپ باندي ډزي کړي وې. هغه په خپلو خبرو کي زیاته کړه چې هیواد ئې په دې اړه فکر کوي چې دغه عمل ته څرنگه خپل غبرگون وښیي.

د سوریې د بهرنیو چارو وزیر د هیواد له لومړي وزیر سره د چین په رسمي سفر بوخت وو. خو د نوموړې پیښې د رامنځ ته کیدو وروسته ئې خپل سفر را لنډ کړ او بیرته د سه شنبې په ورځ خپل هیواد ته ستون شو. د ترکیي لومړي وزیر رجب طیب اردغان هم دغه پیښه د سرحدي قوانینو څخه ښکاره سرغړونه بللې ده. اردغان اوس هم د چین په رسمي سفر بوخت دئ. چین هم د تیرې ورځې پر پیښه باندې خواشیني څرگندې کړه ده.

د سوریې له پاره د ملگرو ملتونو ځانگړي استازي کوفي عنان نن د ترکیې او سورې پولې ته څیرمه هغه سیمي ته سفر وکړ چیرې چې د کډوالو کمپونه پراته دي. د غه کمپ چې د ترکیې په خاوره کې جوړ شوی دئ چې شاوخوا ۲۵ زره تنه چې له سوریې څخه راکډه شوي دي پکښې ژوند کوي.

آژانسونه/ سید ریاض
کتونکی: نجیب الله زیارمل