1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

روسیه له طالبانو سره د اړیکو نیولو مخالفه نه ده

۱۳۸۸ فروردین ۵, چهارشنبه

د انترفکس د خبری آژانس د یو رپوټ له مخی، د روسیی د بهرنیو چارو وزارت نن وویل چی هغه هیواد د افغانستان د حکومت او مینځ لارو طالبانو تر مینځ د اړیک نیولو پلوی کوی.

https://p.dw.com/p/HJPo
سمبوليک عکس: د امريکا ولسمشر اوباما لخوا د طالبانو سره د خبرو د چمتووالی نښه
سمبوليک عکس: د امريکا ولسمشر اوباما لخوا د طالبانو سره د خبرو د چمتووالی نښهانځور: AP / DW-Fotomontage

هغه څه چی ورسره روسیه مخالفه ده، هغه له «تروریستانو» سره معامله ده.

دغه تبصری په داسی وخت کی عنوانیږی چی روسیه د جمعی په ورځ د افغانستان په هکله د یو کنفرانس د کوربه توپ لپاره تیاری نیسی.
په دغه کنفرانس کی به د شانګهای د همکاری د سازمان غړی هیوادونه، د ملګرو ملتو عمومی منشی بان کی مون او د صنعتی هیوادونو G8 نومی ډلی او د افغانستان د ګاوڼډویو هیوادونو استازی ګډون ولری.

د روسیی د بهرنیو چارو د وزارت معین، الکسی بورودف کین وویل: «که چیری د افغانستان مشری دا لازمه ګڼی چی له مینځ لارو طالبانو سره اړیکی ټینګی کړی، روسیه د هغه مخالفه نه ده په دی شرط چی هغوی خپلی وسلی کیږدی، اساسی قانون ومنی، افغان حکومت وپیژنی او له القاعدی سره اړیکی وشلوی.»

بوردوف کین وویل چی د دغه کنفرانس موخه په افغانستان کی د ثبات ټینګول او له تروریزم او نشه یی توکو سره د مبارزی د لارو چارو لټول دی.

حکيم بری
کتونکی: يحيی وردک