1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

رومانيه: د ولسمشر د سلب صلاحيت پر موضوع ټولپوښتنه تر سره کیږي

۱۳۹۱ مرداد ۸, یکشنبه
https://p.dw.com/p/15g6T

نن د رومانيې په هيواد کي د ولسمشر ترايان باسېسکو، د واک څخه د ليري کولو د موضوع پر سر ټولپوښتنه تر سره کيږي. د رومانيې حکومت چي مشري ئې د لومړي وزير ويکتور پونټا په لاس کي ده پر ولسمشر تور لگوي چي تر خپل صلاحيتونو تېری کوي.

د ولسمشر پر ضد د روانې مېلادي مياشتي په سر کي لا په پارلمان کي د سلب اعتماد تحريک چلول سوی وو. د دې له پاره چي د ولسپوښتنې نتايج قانوني حيثيت ولري، د رومانيې د ۱۸ مليونو د رايې د حق درلودونکو څخه بايد نيمه برخه په دغه ولسپوښتنه کي برخه واخلي. په داسي حال کي چي په رومانيه کي يو شمېر سياسي ډلو د دغې ولسپوښتنې څخه پرېکون اعلان کړی دئ خو دا لا څرگنده نه ده چي ايا په رشتيا به هم د رومانيايانو نيمه برخه خپلي رايي وکاروي که څنگه.