1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

رومني د امریکا په بهرني سیاست کې بدلون غواړي

۱۳۹۱ مرداد ۶, جمعه

د امریکا د ولسمشرۍ له پاره نوماند میت رومني، غواړي چې له یوه بهرني سفر سره په بهرني سیاست کې خپل کفایت ثابت کړي. خو هغه یوازې دریو هیوادونو ته سفر کوي.

https://p.dw.com/p/15fGB
انځور: AP

د امریکا په راتلونکو ولسمشري ټاکنو کې د بارک اوباما سیال میت رومني، په بهرني سیاست کې ډیرې ستونزې لري دا په داسې حال کې ده چې اوباما په تیرو کابو څلورو کلونو کې په دې برخه کې ځینې بریاوې لري.

د القاعدې د ترهګرې شبکې مشر اسامه بن لادن، ووژل شو، له عراق څخه امریکایي سرتیري وایستل شول او په افغانستان کې د پوځي ماموریت د پای له پاره یوه نیټه ټاکل شوې ده. دا ټول هغه څه دي چې اوباما د بهرني سیاست په برخه کې تر لاسه کړي دي.

که څه هم اوس اوباما د پخوا په شان په ‎عربي نړۍ کې محبوبیت نه لري، خو له امریکا سره د نړۍ د ډیرو نورو دولتونو په خاصه توګه اروپا اړیکو د اوباما تر مشرۍ لاندې ډیر بدلون وموند.

خو په یوه انتخاباتي مبارزه کې هیڅ سیال نه غواړي چې د خپل مقابل لوري ستاینه وکړي. په همدی وجه میت رومني چی د اګست په میاشت کې په رسمي توګه د جمهوري غوښتونکو له خوا د ولسمشري له پاره نومول کیږي، غواړي چې په بهرني سیاست کې له اوباما سره د سیالۍ ډګر ته راووځي. مخکې له دې چې رومني خپل بهرنۍ سفر چې یوازې بریتانیا، پولند او اسرائیلو ته پلان شوی دئ پیل کړي، هغه له جګړې څخه ستنو شوو سرتیرو ته په یوه وینا کې خپل بهرنۍ سیاست روښانه کړ.

رومني غواړي روانه پیړۍ پر امریکایي پیړۍ باندې بدله کړي

د واکمن ولسمشر اوباما په هکله د رومني د وینا غټه خبره تل دا ده: «دې ولسمشر د امریکا د مخکښتوب توانمندي کمزورې کړه.» رومنی وایي: «اوباما د روسانو په هکله غلطه محاسبه کړې ده. پولند او د چک جمهوریت ته ئې شا واړوله، هغه دولتونه چی چمتو وو چې پخپلو هیوادونو کې د توغندیو دفاعي سیستمونو ته ځای ورکړي. دغه راز د اټومي وسلې د جوړولو پر لور د ایران هڅې کمزورې شوې نه دي. چین د نړۍ په ستر اقتصادي او مالي ځواک بدل شو. سربیره پر دی هغه د اسرائیلو پر وړاندې بې پروا دئ.»

خو پوښتنه دا ده چې که چیرې رومني ولسمشر شي، دی به څه وکړي؟ ددې پوښتنې په ځواب کې دغه جمهوري غوښتونکی وایي: «زه د دې هیواد پر سترتوب باندې باور لرم. زه په دې نه شرمیږم چی امریکا یو ستر ځواک وي.»

د هغه د بهرني سیاست تګ لاره تر دې شعار لاندې انځور شوې ده چې «روانه پيړۍ به د امریکا پیړۍ وي.» دا هغه یو شعار دئ چې د هغه د انتخاباتي مبارزې په ویبپاڼه کې ئې هر څوک لوستلای شي.

له اسرائیلو سره اړیکې باید ښې شي

رومني په دې هکله تفصیلات نه ورکوي. دا چې د منځني ختیځ کړکیچ په اساني سره حل کیدای نه شي، دې هم پرې پوهیږي. خو لږ تر لږه رومني غواړي چې اسرائیلو ته له خپل سفر سره له نوموړي دولت سره د اوباما تر مشري لاندې د امریکا ستونزمنې اړیکې ښې کړي.

میت رومني دغه راز پر اوباما باندې له دې امله هم نیوکې کوي چې له افغانستان څخه په دې اوړي کې چې معمولاً د جګړې فصل دئ، د سرتیرو یوه برخه راباسي. هغه پر ولسمشر اوباما باندې د غلطې سیاسي محاسبې تور لګوي. خو په عین وخت کې دی هم وایي چې د ۲۰۱۴ کال تر پایه به له افغانستان څخه خپل سرتیري وباسي.

مصر ته مالي مرستې له شرطونو سره تړلې شوي دي

په داسې حال کې چې رومني د اختراعاتو او د حق الامتیاز، پولي انحصار او سوداګریو د سبسایدیو په مسایلو کې چین په «دوکه کاریو» تورنوي او د هغو د پای ته رسولو وعدې کوي، خو په منځني ختیځ کې د قانون د حاکمیت پر بنسټ ولاړو نظامونو، بشري حقونو او دغه راز د «ایران او یا د جهادي ډلو د نفوذ د پراخیدو» د موضوعاتو په اړه چپ پاتې دئ.

هغه وایي چې مصر ته به د امریکا مالي مرستي په دغه هیواد کې د یوې ازادې او عصري ټولنې په جوړیدو پورې تړلې وي.

د ایران په موضوع کې رومني وایي چې هغه به ایران ته ان دا اجازه هم ور نه کړي چې پخپلو اتومي دستګاو کې د یورانیم د شتمن کولو امکانات ولری. حال دا چی اوس په نړیوالو خبرو اترو کې هڅه کیږي چې تر یوې کچې په دې برخه کې ایران ته یو څه حق ورکړل شي.

رومني د اروپا په هکله څه غواړي؟

په زړه پورې خبره خو دا ده چې رومني پخپله وینا کې د اروپا نوم هم نه اخلي. هغه ان پخپله ویبپاڼه کې د چین ،ایران،اسرائیلو او جنوبي امریکا له پاره ځانګړي عنوانونه جوړ کړي دي خو د اروپا له پاره کوم عنوان نه لیدل کیږي.

د رومني د بهرني سیاست مشارو ریچ ویلیام، وایي چې د رومني له پاره اروپا یو مهمه متحده ده. خو د هغه د وینا له مخې «رومني په دې هکله اندیښنه لري چې د لیبیا په سترو عملیاتو کې د اروپا ستر اقتصادي قدرت، المان ځان ګوښه نیولی وو.»

رومني د المان پر وړاندې له خپل دې غبرګون سره داسې وښودله چې ګواکي له برلین سره مرور دئ. ګمان نه کیږي چې د رومني دې په بهرني سیاست کې له اوسنی ولسمشر اوباما سره چې د خپلی لومړۍ انتخاباتي مبارزې په ترڅ کې ئې کویت، عراق، افغانستان، اسرائیلو، فرانسې، بریتانیا او المان ته سفر کړی وو، سیالي وکړای شي. په برلین کې د اوباما د وینا د اوریدو له پاره په هغه وخت کې کابو ۲۰۰ زره کسان راغلي ول.

دویچه ویله/ عبدالباري حکیم
کتونکی: مسعود جهش