1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
سپورت

رونالدو څلورم ځل د سرو زرو توپ ترلاسه کړ

۱۳۹۵ آذر ۲۳, سه‌شنبه

کرستيانو رونالدو د پورتګال د ملي لوبډلي او ريال مادريد کلب له پاره د ښه لوبيدو له کبله په څلورم ځل د نړۍ د ښه فوتبالر په توګه و پيژندل شو. دې جايزه ته نومول شويو آلماني فوتبالرانو د نوموړي په مقابل کې هيڅ چانس نه درلود.

https://p.dw.com/p/2UBd3
Fußballspieler Cristiano Ronaldo
انځور: Getty Images/AFP/F. Coffrini

د پورتګال د ملي لوبډلې او ريال مادريد فارورد  لوبغاړي کرستيانو رونالدو، د مسابقو په وروستیو پړاونو کې، خپل دا دواړه ټيمونه د اروپا د اتلوليو په سيالو او د اروپا د کلبونو په سيالیو کې بريا ته ورسول.

رونالدو چې په ۲۰۱۶م کال یې په ۵۲ لوبو کې ۴۸ ګولونه ووهل، په تیرو څلورو کالو کې يې په دريم ځل دا جایزه ترلاسه کړه او په دې توګه تر ليونل ميسي يوازې يوه جايزه کمه لري. ميسې پنځه ځله د نړۍ د ښه فوتبالر جایزه خپله کړې ده.

۳۱ کلن رونالدو تر دې مخکې په ۲۰۰۸، ۲۰۱۳ او ۲۰۱۴ م کلونو کې دا جایزه خپله کړې وه. نوموړي د جايزې د ترلاسه کولو پر وخت وويل: «دا زما له پاره ستر وياړ دی چې په څلورم ځل د سرو زرو توپ ترلاسه کوم.»

ده زياته کړه: «خو احساسات مې د لومړي ځل په څير دي. هیڅ فکر مې نه کاو چې څلور واري به دغه جایزه واخلم. زه ډير خوښ یم.»

دا جایزه به مخکې د فوتبال د نړيوال فدراسيون (فيفا) په همکارۍ ور کول کيده خو دمګړۍ د دې جایزې د ورکړي اختیار یوازې د فرانسې د فوټبال د يوې ټولني «France Football» سره دی.

دا جايزه په لومړي ځل په ۱۹۵۶م کال کې د انګلستان او بلیک پول لوبغاړي ستانلې ميتيو ته ورکړل شوې وه.

نور مطالب: