1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

روهنګيا مهاجر: « د م.م. د تضمين پرته ميانمار ته نه ستنېږو»

۱۳۹۶ اسفند ۶, یکشنبه

له ميانماره بنګله ديش ته تښتيدلي روهنګيايي مهاجر که څه هم په کمپونو کې سخت ژوند تيروي، خو په دې خوښ دي چې دلته يې ژوند په امن کې دی. بنګله ديش ته د روهنګيايانو مهاجرتونه شپږ مياشتې مخکې پيل شول او لا هم ادامه لري.

https://p.dw.com/p/2tIfD
Bangladesch | Humanitäre Hilfe für Rohingya
انځور: DW/ P. Vishwanathan

په بنګله ديش کې د ميشتو روهنګيايي مهاجرو کورونه تر ډیره له پلاستيکي ترپالونو جوړ دي. خوراکي مواد ورته تر ډيره د مرستندويو موسساتو له خوا ورکول کیږي. د کار امکانات ډير لږ دي. په ټوله کې په کمپونو کې د ژوند شرايط ښه نه دي. خو روهنګيايان اوس له دغو ټولو ستونزو او حالاتو سره چې د شپږو مياشتو را په دې خوا ورسره مخ دي عادت شوي دي. دوی وايي چې د ټولو ستونزو سربيره په دغه ځای کې لږ تر لږه د امن احساس کوي.

د مهاجرو له ډلې څخه محمد امان الله وايي: «موږ دلته بيخي ډاډمن يو، هيڅ څوک نه راځي چې مو ووژني.» امان الله تيرکال د خپلې ميرمن او درو ماشومانو سره له ميانماره بنګله ديش ته مهاجر شوی دی. مخکې له دې چې هغوی د مهاجرت لاره غوره کړي کلی يې له منځه يوړل شو.

دغه روهنګيايي کورنۍ اوس د بنګله ديش د کوکس بازار په کتوپالونګ کمپ کې اوسيږي. دوی وايي: «موږ دلته په امن کې ژوند کوو.»

پر يو شمير امنيتي پوستو بريدونه

د ۲۰۱۷م کال د اګست په ۲۵مه نيټه روهنګيايي اورپکو د ميانماري عسکرو پر يو شمير امنيتي پوستو بريدونه وکړل چې په نتيجه کې يې لږ ترلږه ۱۴ سرتيري ووژل. تر دغې پيښې يوازې څو ساعته وروسته په راخين کې د غچ اخيستنې لړۍ پيل شوه، د ميانمار بودايانو د روهنګيايانو پر کليو خونړۍ حملې وکړي چې په ترڅ کې يې په زرونو کسان ووژل او پر ښځو او نجونو د جنسي تيرو سربيره يې د هغو کورونه او کلي وسوځول.

د بې پولې ډاکترانو سازمان اټکل کوي چې د ميانمار تاوتريخوالو په لمړۍ مياشت کې، لږ تر لږه ۶۷۰۰ روهنګيايان وژل شوي دي. په وژل شويو کې لږ ترلږه ۷۳۰ تنه داسې ماشومان هم شامل دي چې له پنځو کلونو ښکته عمر لري. هغه پاتې نور روهنګيايان چې ژوندي پاتې شول بنګله ديش ته وتښتيدل.

اوس، شپږ مياشتې ورسته ځينې داسې نښې نښانې رابرسيره شوي دي چې روهنګيايان به بيرته ډیر ژر خپلو سيمو ته ستانه کيږي.

Rohingya Krise in Bangladesch
د ميانمار له راخين څخه بنګله ديش ته مهاجرتونه د ۲۰۱۷ کال د اګست ۲۵ بريدونو وروسته پيل شولانځور: DW/M.M. Rahman

ورته مطالب: 

بنګله ديش ميانمار ته د بيرته ستنيدونکو ۸۰۰۰ روهنګيايي مهاجرو نوملړ سپارلی
د بشر حقونو د څار اداره: ميانمار د روهنګيايانو کلي له خاورو سره يو کړي
په دې هکله ميانمار او بنګله ديش يو تړون لاسليک کړی دی چې له مخې به يې روهنګيايان ډير ژر په «ډاډمنه» توګه بيرته خپلو سيمو ته ليږدول کيږي، خو داسې ښکاري چې د دغه بهير د عملي کيدو پر وړاندې ستونزې په مخ کې پرتې دي.

کلي له خاوره سره خاوري

د سټلايت په ذريعه په تازه اخیستل شويو عکسونو کې ښکاري چې د ميانمار په راخين ایالت کې چيرته چې روهنګيايان اوسيدل، کلي له خاوره سره خاوري کړل شوي دي.

له شپږو مياشتو راهيسې شاوخوا ۷۰۰ زره روهنګيايان بنګله ديش ته مهاجر شوي دي چې د رپوټونو په حواله لا هم د مهاجرت دغه لړۍ ادامه لري.

محمد امان الله پوښتنه کوي: «دا به ډير ښه کار وي که دوي زموږ پر بيرته استولو هوکړه کړي وي، خو آيا دا کار به اسانه دی؟» هغه زياتوي: «ميانمار بايد موږ ته تابعت راکړي، هغه زموږ کور دی. د تابعيت پرته به هغوی بيا موږ وځپي. هغوی به مو بيا ووژني.»

دغه روهنګيايي مهاجر وايي چې دی به يوازې په هغه صورت کې بيرته ميانمار ته ستون شي چې د بيرته ستنيدو بهير د ملګرو ملتونو سوله ساتونکو تر محافظت لاندې ترسره شي. امان الله په دې اړه وايي: «دوی بايد هلته له مونږ څخه ساتنه وکړي، پرته له دې به دا کار به شونی نه وي.»

د ماشومانو وضعه
د بنګله ديش په کمپونو کې مهاجر ماشومان له مختلفو ستونزو او خطرونو سره مخ دي. ملګري ملتونه اټکل کوي چې په دغه کمپ کې میشت ماشومان د ۵۶۰۰ کورنيو مشري کوي.

يوه ترسره شوې سروې ښيي چې په کمپ کې دننه ميشت ماشومان د ترور څخه ويره لري، نجونې بيا د کمپ تشنابونو ته نژدې د آزار او اذیت په اړه رپوټونه ورکړي دي. همدا ډول د دې امکانات هم شته چې ماشومانو باندې د سوند لرګيو ټولو پر وخت د پيلانو او مارانو حملې وشي.

په بنګله ديش کې د ماشومانو د ژغورنې له سازمان څخه مارک پيريس دا د ماشومانو له پاره ډير ناوړه حالت بولي، هغه په خپل يو بيان کې وايي: «موږ دا تمه نلرو چې روهنګيايي ماشومان دې د جنګ او تاوتريخوالو تجربو په لرلو سره په کمپونو کې د شته ويرو او تاوتريخوالو پر وړاندې غالب شي.»

په دې هکله يو ګډه څيړنه چې د ماشومانو د ژغورنې، ورلد ويژن او پلان انترنيشنل ادارو له خوا ترسره شوې په کې ويل شوي دي: «دغو ماشومانو په اړه تر ټولو لوی پيغام دا دی، چې دوی ويريږي».

پيريس وايي: «دا د ماشومانو له پاره د ژوند کولو لار نه ده.» د موسمي ورښتونو له پیل سره به د بنګله ديش په کمپونو کې وضعيت نور هم خراب شي.

د ميانمار اکثريت وکړي بودایان دي. که څه هم روهنګيايان په دغه هيواد کې د لسيزو راهيسې ميشت دي خو ميانمار هغوي د خپلو اتباعو په توګه نه دي پيژندلي.

Bangladesch | Rohingya-Flüchtlingslager rund um Cox's Bazar
په کتوپالونګ کمپ کې د کومکي موادو ترلاسه کولو په موخه په کتارونو کې ناست روهنګيایي مهاجر - آرشيفانځور: DW/ P. Vishwanathan

پر اړونده موضوع زموږ له آرشيف څخه يو انځورير البوم: