1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

رپوټ: د آلمان استخباراتي ادارې په نړۍ کې خبريالان څارلي

۱۳۹۵ اسفند ۷, شنبه

د آلمان د شپیګل مجلې په حواله، د دغه هيواد استخباراتي ادارې یا «BND» د بې بي سي او نیوو یارک ټایمز خبریالان څارلي دي. په افغانستان کي خبريالان هم په دې ډله کي ول.

https://p.dw.com/p/2YFOY
Deutschland Überwachungskamera
انځور: picture alliance/ZB/P. Pleul

د آلمان د «دیر شپیګل» مجلې د یوه رپوټ په حواله چې تمه ده د شنبې په ورځ به خپور شي، له ۱۹۹۹م کال راهيسي، د آلمان استخباراتي ادارې یا «BND» د ځينو رسنیو خبریالان او د هغوی سرچینې څارلي [جاسوسي کړې] دي.

د یادې ادارې له خوا په څارل شویو رسنیو کې د بریتانیا خبري آژانس رویترز، بي. بي. سي او یوه امریکايي ورځپاڼه «نیویارک ټایمز» رسنۍ شاملي دي.

د رپوټ په حواله، د آلمان استخباراتي ادارې په ټوله نړۍ کې د خبریالانو او د رسنیو د دفتر شاوخوا ۵۰ تليفوني او د فکس شمیرې او ایمیل آدرسونه څارلي دي.

د تیر کال په اکتوبر مياشت کې د یو تصویب شوي قانون پر اساس، «د [آلمان] د بهرني سیاست او امنیت له پاره د مهمو معلوماتو» د راټولو په موخه د آلمان استخباراتي ادارې ته دا حق ورکړل شوی چې په مستقیمه توګه پر بهرنیو وګړو او همدا راز په اروپايي ټولنه کې پر سازمانونو د جاسوسۍ مستقیم عملیات ترسره کړي.

کله چې پر دغه قانون باندي نیوکي وشوې چې دوی خبریالانو ته ځانګړی محافظت نه ورکوي، د آلمان دولت د دغي استخباراتي ادارې پر جاسوسي فعالیتونو څار ډیر کړ.

«د رسنیو د خپلواکۍ ترپښو لاندي کول»

په آلمان کې د بې پولو خبریالانو دفتر یا «ROG» د جمعې په ورځ د یوې بیانیې په خپرلو سره د آلمان د استخباراتي ادارې پر کړنو نیوکه کړې.

د «ROG» مشر، کریستین میهر ویلي: «له ډیري مودې راهیسې موږ په دې ویره کې وو چې د آلمان استخباراتي اداره د ارتباطي معلوماتو د ډیر فلتر کولو یا په اصطلاح «د کب نیولو» له پاره خبریالان څاري. د شپیګل مجلې څېړني ښيي چې هدفمنده څارنه د مطبوعاتو له خپلواکۍ څخه لویه سرغړونه ده.»

نوموړي په دې هکله زیاته کړې: «د آلمان د استخباراتي ادارې له پاره نوی تصویب شوی قانون له یوه پیغام سره له وړاندي نه د اساسي قانون د ماتولو په معنی وو. دا کار د خبریالانو د څارني اوسنۍ هڅه نه بدلوي.»

په ورته وخت کې بي بي سي دویچه ویله ته ویلي دي چې دوی دې ته ورته اقدامات نه بخښي او پر «ټولو حکومتونو ږغ کوي چې د مطبوعاتو خپلواکي ته درناوی ولري.»

دغې بریتانوي رسنۍ ویلي: «موږ د دغو ادعاوو په اوریدو سره خواشیني شوي یو. د بي بي سي هدف په ټوله نړۍ کې خلکو ته د کره خبرونو او معلوماتو رسول دي او زموږ خبریالان باید د دې امکان ولري چې د خپلو سرچینو د خوندي ساتني ترڅنګ په آزاده او خوندي توګه خپلو فعالیتونو ته ادامه ورکړي.»

د خوندیتوب حقوق

په وروستیو کلونو کې د آلمان استخباراتي ادارې محکميي جنجالونه هغه مهال رامنځ ته شول چې د امریکا متحدو ايالاتو د ملي امنيت ادارې (NSA) د جرمني له دغي ادارې څخه غوښتي ول چې په اروپا کې ځيني هدفونه وڅاري.

له هغه خت راهیسې بيا د آلمان پارلمان د دې ادارې په هکله یوه پلټنه پیل کړه، څو دا ومومي چې یادې استخباراتي ادارې خو به اساسي قانون تر پښو نه وي لاندي کړی. د آلمان د اساسي قانون له مخي پر آلماني وگړو جاسوسي منع ده.

د آلمان د اساسي قانون د ۱۰ مادې پر اساس، آلماني وګړو ته، د لیک لېږلو، پوست او مخابراتي اړیکو د خوندیتوب حق ورکړل شوی دی.

پر ورته موضوع یو انځوريز البوم زموږ له آرشيف څخه (21.04.2015):