1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

رپوټ:د امریکا نوي ستراتيژۍ افغانستان ته لږ پایلې لرلي

۱۳۹۷ خرداد ۱, سه‌شنبه

په یوه تازه خپاره شوي رپوټ کې راغلي دي چې د افغانستان له پاره د ترمپ نوي ستراتیژۍ د طالبانو پر ضد لږ برياوي لرلي. په رپوټ کې راغلي دي چې افغانستان د امریکا تر مداخلې ۱۷ کاله وروسته هم یو «خطرناک او بې ثباته» هیواد دی.

https://p.dw.com/p/2y5we
Afghanistan Helmand 2012 - US Marines
انځور: Getty Images/AFP/A. Berry

د دوشنبې په ورځ خپور شوی رپوټ د تیرکال په مني کې د امریکا د پوځ له خوا له خپاره شوي رپوټ سره ډیر توپیر لري. د پوځ په رپوټ کې راغلي ول چې افغان امنیتي ځواک د امریکا متحدو ایالاتو په ملاتړ طالبان تر فشار لاندي راوستي دي.

د ځانګړو څیړونکو دغه تازه رپوټ د پنتاګون، امریکا متحدو ایالاتو د بهرنیو چارو وزارت او د نړیوالې ودې له پاره د امریکا ادارې د څیړونکو له خوا چمتو شوی او ددغه هيواد کانګرس ته وړاندي شوی دی. په رپوټ کې افغانستان ته د اضافي امریکايي سرتیرو د استولو پریکړې په اړه هم پوښتنې راپورته شوي دي.

د ترمپ د ادارې د نوې ستراتیژي له مخې به افغانستان ته اضافي مشاورین واستول شي چې د جګړې لومړۍ کرښې ته نزدې به افغان امنیتي ځواکونو ته مشورې ورکوي، خو په رپوټ کې راغلي دي چې دغه څه د ملکي تلفاتو د ډېرښت لامل کیږي او کیدای شي د «دوست دښمن» بریدونو چانس ډیر کړي چې له کبله یې د رپوټ په حواله د امریکايي ځواکونو تلفات ډيريدای شي.

امریکا متحد ایالات په افغانستان کې شاوخوا ۱۵۰۰۰ عسکر لري، خو دغه پوځیان په مستقیم ډول په جګړه کې برخه نه لري.

د پنتاګون له خوا د ځانګړي څیړونکي په دغه رپوټ کې د فراه وروستیو پیښو ته په اشاره سره ویل شوي دي چې په افغانستان کې د افغان ځواکونو د پرمختګ ډيري لږ نښانې لیدل کیږي.

د پنتاګون د ځانګړي څیړونکي مرستیال د رپوټ د معرفي په یاداښت کې ویلي دي: «طالبان اوس هم سیمې تر خپل کنترول لاندې لري او په کابل او د هیواد په نورو برخو کې ویجاړونکي بریدونه کوي.»

په دغه رپوټ کې د درو میاشتو پر مودې باندي تمرکز شوی دی چې د مارچ میاشتې پر۳۱مې نیټې باندې پای ته رسیږي.

کله چې له پنتاګون څخه په رپوټ کې د افغانستان د اندیښمنوونکي انځور په اړه وپوښتل شول، نو د دې ادارې ویاند راب مننګ، ویلي دي چې چارواکي په دې باور دي چې «په یوه سیمه کې وده او ناکراري په یوه وخت کې رامنځ ته کیدای شي». هغه زیاته کړې ده: «په افغانستان کې زموږ په اند په دقیقه توګه همدا څه روان دي.»

د مننګ په خبره افغان ځواکونو مهم پرمختګونه کوي. هغه په فراه ولایت کې د افغان هوايي ځواک ملاتړ ته اشاره کړې ده چې له طالبانو څخه د دې ښار د پاکولو په عملیاتو کې یې د ځمکنیو ځواکونو مرسته کړې ده.

د دوشنبې په ورځ په دې خپاره شوي رپوټ کې هم راغلي دي چې افغان ځواکونه پرمختګ کوي خو ټینګار شوی دی چې د افغانانو د محافظت په برخه کې د دې ځواک پرمختګ ډیر زیات کم دی. رپوټ روښانه کړې ده چې د افغان ځواکونو شمیر د کمیدو په حال کې دی، چې له کبله یې د دغو قواوو د اغېزمنتوب په اړه پوښتنې رامنځ ته شوې دي.

د رپوټ په حواله د جنوري میاشتې تر پایه پورې د افغان ځواکونو شمیر ۳۱۳۷۲۸ وو، په داسې حال کې چې یو کال مخکې د دغو ځواکونو شمیر ۳۳۱۷۰۸ ته رسید.

تیر کال ترمپ د افغانستان له پاره د نوې ستراتیژي د اعلان پر مهال وویل چې دې هیواد ته یوه سیمه ایزه ستراتیژي په پام کې نیسي چې پکښې پاکستان هم شامل دی. په ستراتیژي کې دا هم راغلي ول چې پر طالبانو باندې به فشارونه ډیر شي چې د سولې خبرو اترو ته غاړه کیږدي. خو خپور شوی رپوټ وایي چې داسې کوم شواهد په لاس کې نه شته چې وښيي پر طالبانو باندې فشارونه د پام وړ اغیزه لري.

په رپوټ کې راغلي دي: «له پوځي لحاظه [افغان امنیتي ځواکونه] او امریکایي قواوې خپلو هوایي او ځمکنیو عملیاتو ته دوام ورکوي خو د پام وړ سیمي په خپل کنترول کې نه لري.»

رپوټ زیاته کړې ده: «په سیاسي ډګر کې، که څه هم پاکستان ته ۱،۵ میلیارده او دوه میلیارده پوځي مرستې ځنډول شوې دي، خو بیا هم دغه هیواد د ترهګرو د پټنځایونو د له منځه وړلو له پاره اړین اقدامات نه دي کړي.»

په رپوټ کې دا هم راغلي دي چې په افغانستان کې به په راتلونکې کې د ولسمشریزو ټاکنو ترسره کولو ستونزمن وي. رپوټ ویلي دي چې ټاکنې به د سولې له بهیر سره هم مرسته و نه کړي ځکه طالبان افغان حکومت د امریکا لاس پوڅي بولي او تازه ټاکنې ښايي د هغوی موقف بدل نه کړي.